د کندهار ولایتي شورا د ماليې وزارت استازي را بللي وه او د پانګه والو ستونزي یې ورسره شریکي کړي

رپوټ: خالد همت

له ډیرو هڅو وروسته په کندهار کي پانګه وال په دې وتوانیدل، چي د ګمرک د ستونزو په خاطر د مالې وزارت مسئولین دې ته اړ کړي، چي د دغه ولایت د ګمرک ستونزي له نږدې وویني او په اړه یې معلومات واخلي.

 د ماليې وزارت استازو کندهار ته له راتګ وروسته د کندهار ولایتي شورا له غړو سره وکتل، د پانګه والو او د ګمرک پر ستونزو یې بحث وکړ.

د  دغه شورا رئیس وایي، له سوداګرو څخه پر لویه لار د پولیسو پوستې، او د وسله والو طالبانو له خوا په زیاته اندازه پیسې اخیستل کیږي او دلته په ګمرک کي هم مالیه ډېره ور څخه اخيستل کیږي، چي له دې سره تجارانو ته مالي زیانونه اوړي.

دغه راز د دغه شورا نور غړي هم وایي، نور د ګمرک رئیس دوی ته د منلو وړ نه دئ، ځکه د سوداګرۍ په برخه کي کاري تجربه نه لري.

بلخوا د ماليې وزارت استازو دوی ته ډ‌اډ ورکړ، چي د ګمرک او سوداګرو تر منځ د ستونزو په اړه معلومات کوي او تر هر اړخیزي څېړني ورسته به بې طرفه پرېکړه کوي.

دوی دا مني، چي په ګمرګ کي سل په سله مالیات په اوسني حالاتو کي د منلو وړ نه دي، ځکه له پانګه والو څخه په غیر قانوني ډول مالیات پر لویو لارو هم اخيستل کیږي.

دوی وایي، د مالیاتو پر کمولو باندي کار کوي، تر څو سوداګر ډېر زیانمن نه سي.

له تېرو ۷ ورځو راهیسي په کندهار کي یو شمېر پانګوالو د ګمرک مخته خېمه درولی، او د دوی په وینا د خپل حق غوښتنه کوي.

دوی وایي د ګمرک رئیس ورته د منلو وړ نه دی، باید ژر تر ژره یي پر ځای بل رئیس د دغه کمرګ ریاست ته معرفي سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...