د کندهار په دوولسمه ناحيه کي د ۵۵ ميليونو افغانۍ په ارزښت څلور پروژې پرانستل سوې

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار په دولسمه ناحيه کي د ولسي تړون پروګرام د لاري څلور پروژې پرانيستل سوې، چي د دوو پروژو د جوړېدو چاري پيل سوې او دوې نوري بیا ګټي اخستني ته وړاندي سوې.
په دغه پروژو کي سړکونه، چرۍ او نور شامل دي.

د کندهار مرستيال  والي عبدالحنان منیب وایي، دغه پروژې د ۵۵ میلیونو افغانيو په ارزښت دي، چي د سيمي خلکو ته به ډېري اسانتياوي رامنځ ته کړي.

هغه د خلګو غوښتنه کوي، چي د جوړو سوو او جوړېدونکو پروژو او سړکونو ساتنه وکړي.

د دې تر څنګ د سيمه یيزو ارګانونو خپلواکي ادارې د ښارواليو چارو معين روح الله نیازی چي کندهار ته راغلی او د يادو پروژو څخه يې نظارت وکړ وایي، چي د دوی د راتګ يوه موخه هم دا وه، چي په کندهار کي د پروژو څخه څارنه وکړي.

هغه وایي، کله چي پروژې په ښه کيفيت وي، دوی کولای سي، چي نوري پروژې هم جلب کړی.

نیازی هم له خلکو غوښتنه کوي، چي په ښار کي د روانو او پیلېدونکو پرمختيايي پروژو څخه څارنه وکړي، څو په ښه کيفيت ګټي اخيستني وړاندي سي.

دغه راز د کندهار ښاروال محمد رفيع حيات بیا وایي، په دولسمه ناحيه کي په هره پرانیستې پروژه کي تر څلور سوه زیاتو کسانو ته د کار زمينه برابره سوې ده.

هغه وایي، د دغه پروژو څخه خلک هم خوشحاله دي، ځکه دوی ته د دې تر څنګ چي اسانتيا برابريږي، د کار زمنيه هم ورته برابره سوې ده.
په کندهار کي د بای پاس له سړک څخه ډېر خلګ شکايتونه کوي او اوس د دغه سړک پر جوړېدو باندي خلګو هم خپل باور د لاسه ورکړی دئ، خو کندهار ښاروال وويل، چي د حاجي عزيز سيمي د سړک د جوړېدو چاري پيل سوي، نو د دغه سړک د جوړېدو چاري به هم لوی اختر ته پيل سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...