رپوټ: مهتمم صالح
دوی وايي، که يوه ورځ اوربند کيږي، نو ډېر کسان له مرګه ژغورل کيږي، نو دا چي د اختر درې ورځي اوربند اعلان سوی دئ، دوی يې ملاتړ کوي.
دوی زیاتوي، دغه اوربند دي نور هم ډېر سي، تر څو د سولي له پاره بین الافغاني مذاکراتو ته هم لاره جوړه سي.
د کندهار اوسېدونکي وایي، دوی د اوربند په واسطه به وکولای سي، چي ټولو هغو سيمو ته چي دوی مخکي د امنيتي خطراتو له امله نه سوای تللای، اوس به ولاړ سي، چي دا به د دوی د اختر خوشحالي دوه برابره کړي.
دوی وايي، د جنګ ښکېلي خواوي دي نور له جنګه لاس واخلي او د سولي له پاره دي کار وکړي.
پرون وسله والو طالبانو په يوه اعلاميه کي، د اختر درې ورځي اوربند اعلان کړ، چي د افغان حکومت له خوا يې هرکلی وسو او هغوی هم دغه درې ورځي اوربند اعلان کړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون