د کندهار اوسېدونکي: د کندهار د لويي عيدګاه سمه ساتنه نه کيږي

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار اوسېدونکي وايي، د کندهار د لويي عيدګاه سمه ساتنه نه کيږي.

دوی وايي، لويه عيدګاه یوازي د اخترونو په وختونو کي پاکېږي، خو وروسته يې نه پاکۍ او نه هم سرسبزۍ ته پاملرنه کېږي.

دوی د مسئولينو څخه غوښتنه کوي، چي لويي عيدګاه ته پاملرنه وکړي او وخت پر وخت يې څارنه وکړي، تر څو دغه مقدس ځای له ورانېدو ژغورل سوی وي.

دوی وايي، بايد په لویه عيدګاه کي د جمعې لمونځ هم اداء سي.

خو د کندهار د حج او اوقافو ریاست د اوقافو مدير عبدالجليل ارين وايي، دوی د لويي عيدګاه ساتني ته پاملرنه کوي، اما د لويي عيدګاه له پاره ځانګړې بوديجه نه لري.

هغه وايي، په لويه عیدګاه کي دوی اوبه نه لري، نو ځکه د درختو په اوبه کولو نه رسېږي.

ارين وايي، د لويي عيدګاه ساحه ډېره پراخه ده، خو دوی يوازي څو کسان ورته ټاکلي، دا چي بودجه نه سته نو له ښاروالۍ څخه یې هم په دغه برخه کي د مرستي غوښتنه کړې ده.

هغه زیاتوي، دوی د عيدګاه له پاره خطيب لري، د کندهار ښار اوسېدونکي کولای سي، چي هره جمعه هلته د جمعې لمونځ اداء کړي.

ارین زیاتوي، له دې وروسته به په لويه عيدګاه کي د کندهار اوسېدونکي د نوو پر مختګونو شاهدان اوسي. هغه وايي، پخوا به د اخترونو له پاره چمتووالی پر څو ریاستونو وېشل سوی وو، چي هغه به زيات وخت ستونزي پېښولې، خو اوس د برېښنا، ږغ او نورو تخنيکي سيسټمونو مسئولیت ټول د حج او اوقافو ریاست ته سپارل سوی دئ او دا به هغه ټولي ستونزي حل کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...