رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي د روغتيا پر تېري رهبرۍ ډېء کسان ادعا کوي، چي د کورونا په اړه يې د خلکو باور مات کړ او د کورونا وایروس د مبارزې په راغلو پيسو کي يې فساد کړی دئ.
خو د عامي روغتيا نوی ټاکل سوی رئيس ډاکټر موسی جان سلطاني وايي، دوی د روغتيا په برخه کي د پوره اصلاحاتو را وستلو پلان لري.
هغه وايي، ټول هغه کسان چي د روغتيا په برخه کي کار کوي، د ظرفیت پر اساس به په دنده ګمارل کيږي او په دې برخه کي د چا مداخلې نه مني.
سلطاني وايي، د روغتيا په برخه کي د هر ډول فساد سره مبارزه کوي او هيچا ته اجازه نه ورکوي، چي فساد وکړي.
هغه وايي، فساد يوازي د پیسو اخستل نه دي، بلکي د ناروغانو سره بد چلند او هغوی ته په سپکه کتل هم فساد دئ، چي دوی يې په وړاندي مبارزه کوي.
د دې تر څنګ سلطاني وايي، دوی هڅه کوي، چي په کندهار کي د نسايي ولادي څانګي له پاره ځانګړی روغتون جوړ کړي، په شاه وليکوټ ولسوالۍ کي ۳۰ بستره روغتون جوړ کړي، د عينو مېني د روغتون ټول بستره فعاله سي او د میرويس روغتون ۳۵۰ بستره ۶۰۰ ته لوړ کړي، چي د ميرویس روغتون د بسترونو د ډېريدو پیل سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون