راپورونه

ملي دفاع وزارت د کابل د بریدونو تر ټولو ستر پلان کوونکی وژلی دئ

د ملي دفاع وزارت وايي چي له تېرو څو کلونو راهيسي د کابل ښار د بريدونو تر ټولو  ستر طراح او پلانوونکى يې په لوګر کي د يوه هوايي بريد په ترڅ کي وژلى دئ. د ياد وزارت له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي ، قاري برهان د حقاني ډلي يو له مهمو قوماندانانو څخه وو، چي ...

Read More »

د مسکو د ناستي ګډونوالو د بنديانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه

د مسکو د ناستي ګډونوالو د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پر بيا پيلېدو د ټينګار ترڅنګ د تاوتريخوالي کمولو او بنديانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه. په دغه څلور اړخيزه ناسته کي چي پرون په مسکو کي وسوه، د امريکا، چين، روسيې او پاکستان استازو ګډون کړى وو. په دې ناسته کي دافغان سولي له پاره د امريکا ...

Read More »

کندهاري سوداګر: د دوی د ستونزو د حل په برخه کي دولت هيڅ ډول همکاري نه ور سره کوي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار سوداګر وايي، دولت د دوی د ستونزو د حل په برخه کي بې غوري کوي. د کندهار د سوداګرۍ خوني رئیس نصرالله زهر د خصوصي سکټور د پیاوړتیا له پاره په یوه جوړ سوي سيمینار کي وویل، په روان کال کي دولت دوی ته يوه الوتکه هم نه ده ورکړې او نه هم د هوايي ...

Read More »

په کندهار کي خلګ د سرې میاشتي د فعالیتونو څخه راضي دي

رپوټ: مهتمم صالح د تلي د مياشتي اخیري اوونۍ د سرې مياشتي په اوونۍ یادیږي، چي د تيرو ۶۷ کلنو راهيسي په افغانستان کي لمانځل کيږي، چي په دغه اوونۍ کي د سرې مياشتي رضاکار کارکوونکي د خلګو څخه يوه اندازه پیسې راټولوي او هغه د روغتيا، طبعي پیښو او نورو خدماتو لګوي. د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، دوی د ...

Read More »

د دوولسمي حوزې اوسېدونکي: د تيرو ورځو په پرتله د پاکو اوبو د کمښت مسئله حل سوې ده

رپوټ: مهتمم صالح د هيواد ټلوېزيون له پرله پسې راپورونو وروسته اوس د کندهار د دوږلسمي حوزې اوسېدونکي وايي، په دغه ناحیه کي د پاکو اوبو ستونزه حل سوې ده او دوی په منظم ډول اوبه لري. دوی وايي، پخوا به اوبه په څو ورځو کي راتلې چي د دوی اړتیا یې نه پوره کول، خو اوس هر کور ته ...

Read More »

ولسمشر غني: که په ټاکنو کي بریالی سي ډېر ژر به له طالبانو سره مخامخ خبري پیل کړي

ولسمشر اشرف غني وايي، که په ټاکنو کي بريالى اعلان سي غواړي چي له طالبانو سره  ژر نېغ په نېغه خبري اتري پيل کړي. ولسمشر غني ويلي چي ولسمشريزي ټاکني په ښه توګه مديريت سوي او پايلي يي بايد د ټولو کانديدانو له خوا ومنل سي. دى وايي چي طالبان بايد د اوسني اساسي قانون په رڼا کي د هيواد ...

Read More »

د طالبانو پلاوى د چين په بين الافغاني ناسته کي ګډون کوي

د طالبانو د قطر دفتر اعلان کړى چي پلاوى يې د چين په بين الافغاني ناسته کي ګډون کوي. د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين په ټويټر کي ليکلي چي د افغانستان له پاره د چين ځانګړي استازي (ډين ژيجون) او په قطر کي د چين سفير پرون ماښام په دوحه کي له ملا برادر سره ليدلي دي. ...

Read More »

کندهار امنیې قومندانۍ پنځه تنه د غلچکي بريدونو په تور نيولي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي ډېر وخت د وسله والو له خوا امنيتي کسان، قومي مشران او نور دولتي کسان په نښه کيږي. د امنيې قومندانۍ مسئولین وايي، د يوې اوونۍ په جريان کي يې پنځه تنه د غلچکي بريدونو په تور نيولي دي. د امنيه قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزی وايي، دغه کسانو په کندهار ښار کي اووه ...

Read More »

د روزګان مرستیال والی: د ګیزاب جګړې له پاره زرګونه طالبان راټول سوي دي

رپوټ: اجمل وصال د روزګان ګېزاب ولسوالۍ کي د طالبانو له خوا پیل سوې جګړه اوسمهال ۲۱ ورځو ته رسیږي، چي په دغه موده دواړو خواو ته د مرګ ژوبلي اوښتو خبر هم ورکول سوی. د ولایت مقام مرستیال والي سید سادات ناصري نن رسنیو ته وویل، دلته د یو شمېر ولایتونو څخه زرګونه طالبان، چي د والیانو په کچه ...

Read More »

زلمی خلیلزاد د سولي د هڅو له پاره اروپا ته تللی دئ

د افغان سولي له پاره د امريکا ځانګړي استازى زلمي خليلزاد يو ځل بيا د سولي د هڅو له پاره ځان اروپا ته رسولی دئ. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي هغه په لومړي قدم کي بلجيم ته رسېدلى او له هغه ځايه به فرانسې ته ولاړ سي. سرچينې زياته ...

Read More »