راپورونه

د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان کومانډو ځواکونه د ملکي وګړو په وژني تورن کړل

د بشري حقونو د څار ادارې يا هیومن رايټس واچ له حکومته غوښتنه وکړه چي په ميدان وردګ کي د تېري اوونۍ حمله ژر تر ژره وڅېړي. دغې ادارې د افغانستان کومانډو ځواکونه په هغه حمله کي د څلورو ملکيانو په وژني تورن کړل. دغه حمله د دوشنبې او سې شنبې ترمنځ په شپه کي په دايميرداد ولسوالۍ کي پر ...

Read More »

د روزګان ځيني اوسېدونکي: وسله وال طالبان موږ د سپر په توګه کاروي

دغه خلک وايي، وسله والو طالبانو ښوونځي، مخابراتي شبکي، لويي لاري او د پولیو واکسین د ځانونو د ساتني په هدف تړلي او کورونه يې د مرچلو په توګه کاروي. دوی غوښتنه کوي چي وسله وال طالبان دي په قطر کي پر سوي پرېکړه لیک عمل وکړي او د تړلو ښوونځيو، مخابراتي شبکو، لويو لارو او د پولیو د واکسین ...

Read More »

قومي مشران: احمدولی خان کرزی د سولي پلوی وو او ډېري لويي قومي ستونزي یې حل کړي وې

رپوټ: محمد یار مجروح د ملي شخصیتونو د محبوبیت یو لوی راز دا وي چي د خدمتونو لمن یې تر عام اولس پوري پراخه وي . شهید احمد ولي خان کرزي د یوه ملي شخصیت په توګه په خپل ژوند کي د ټولني پر هره برخه خپل خاص اغېز پرې ايښی وو . د سرطان میاشتي ۲۱ مه د کندهار ...

Read More »

زلمی خلیلزاد: د بین الافغاني مذاکرو له پیل سره سم دي یو جامع او دایمي اوربند پیل سي

د افغانستان د سولي له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي، په چين کي يې په څلور اړخيزه غونډه کي پر دې بحث وکړ، چي د افغان حکومت، طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ بايد بين الافغاني مذاکرې سم د لاسه پيل سي. زلمي خليلزاد پرون شپه پر ټويټر ليکلي، چي پر موضوع يې پرون په پيکنګ ...

Read More »

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار اداره د ایران په اړه یوه بېړنۍ غونډه جوړوي

د نړیوالي اټومي انرژۍ د ادارې د ۳۵ غړو هيوادونو د غونډي غوښتنه امریکا کړې ده. په پام کي ده دا بیړنۍ غونډه په ویانا کي وسي. تردې څو ورځي دمخه تهران د ۲۰۱۵م کال د اټومي موافقې څخه د دوهم ځل سرغړوني اعلان وکړ. ایران وايي چي دوی په لوی لاس د دې موافقې مواد مات کړي او دا ...

Read More »

دولت په جوزجان کي د نفتو د رسولو پروژه پیل کړې ده

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په جوزجان ولایت کي يې د نفتو د رسولو پروژه پیل کړې. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، چي د دغي پروژې په پلي کولو سره به ۵۰ ميګاواټه برېښنا هم تولید سي. ده وویل، دا مستهلکینو ته د ګازو د رسولو پروژه ده، چي دوی ته به له افغان تصدیو ...

Read More »

د تاریخي ابدو د بیا رغوني چاري ولي ځنډیږي؟

رپوټ: محمد یار مجروح د مځکو د غصب له کبله په کندهار  کي د تاریخي ابدو د بیا رغوني چاري په میاشتو میاشتو ځنډيږي. په کندهار کي د مینا برج په  نوم د تاریخي ابدې د بیا رغولو چاري ولایتي ادارې پنځه میاشتي مخکي پيل کړي، خو د مسئولینو په خبره د شاوخوا مځکي د عضب له کبله یې چاري ...

Read More »

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولي خبري پایته ورسېدې

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي د خبرو اووم پړاو پرون په قطر کي پای ته ورسېدې. امریکايي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي چي له طالبانو سره تر ناستي وروسته چین ته تللی او له هغه ځایه به د معلوماتو ورکولو او سلا مشورو له پاره واشنګټن ته ځي. په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین ...

Read More »

په کابل کي چاودني درې کسان ټپيان کړي دي

د کابل پوليس وايي چي د کابل ښار د شپاړسمي امنيتي حوزې اړوند د قلعه زمان خان په سيمه کي چادوني درې کسان ټپیان کړي دي. د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند وایي، چي چاودنه نن سهار شا وخوا شپږ بجې وسوه، چي دوه کسان سطحي پکښي ټپیان سوي دي. هغه زیاته کړه چي چاودنه په سیمه ...

Read More »

پوهاند عبدالواحد وثيق د کندهار پوهنتون د نوي رئیس په توګه معرفي سو

رپوټ: مهتمم صالح له تېرو دوولس کلنو راهيسي پوهنمل دوکتور حضرت مير توتاخيل د کندهار پوهنتون د رئیس په توګه دنده کول، چي اوس د ياد پوهنتون څخه د افغانستان ملي زراعتي پوهنتون ته تبديل سو او پر ځای يې پوهاند عبدالواحد وثيق د کندهار پوهنتون د رئیس په توګه ټاکل سوی. په دغه مناسبت په کندهار پوهنتون کي غونډه ...

Read More »