د امریکا او طالبانو تر منځ د سولي خبري پایته ورسېدې

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي د خبرو اووم پړاو پرون په قطر کي پای ته ورسېدې. امریکايي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي چي له طالبانو سره تر ناستي وروسته چین ته تللی او له هغه ځایه به د معلوماتو ورکولو او سلا مشورو له پاره واشنګټن ته ځي.

په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین هم ویلي، له ښاغلي خلیلزاد سره پرون د خبرو له پاره د ټاکلي چوکاټ پر وروستیو ټکو وږغېدل.

د هغه په وینا، دواړي خواوي به له خپلو مشرانو سره له سلا وروسته پر پاته مسئلو ژر بیا سره جرګه سي.

د افغانانو ترمنځ تر دوه ورځنیو خبرو وروسته دوی یو پرېکړه لیک خپور کړی، چي له دواړو خواوو پکښي غوښتل سوي، سپین ږیري معلول او ناروغ بندیان دي بې له کوم شرطه خوظي کړي.

ګډونوالو همداراز ویلي، د افغانانو د نورو خپلمنځي ناستو او په قطر کي د امریکا او طالبانو د روانو خبرو ملاتړ کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...