په کابل کي چاودني درې کسان ټپيان کړي دي

د کابل پوليس وايي چي د کابل ښار د شپاړسمي امنيتي حوزې اړوند د قلعه زمان خان په سيمه کي چادوني درې کسان ټپیان کړي دي.

د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند وایي، چي چاودنه نن سهار شا وخوا شپږ بجې وسوه، چي دوه کسان سطحي پکښي ټپیان سوي دي.

هغه زیاته کړه چي چاودنه په سیمه کي د ځای پر ځای سوو چاودېدونکو توکو له امله وه.

فرامرز وویل چي د دې چاودني موخه معلومه نه ده، خو په اړه یې د پولیسو څېړني پیل سوې او له بشپړېدو وروسته به یې په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

بلخوا بیا ځيني نوري سرچينې وايي چي په دې چاودنه کي درې کسان ټپيان سوي خو هویت یې تر اوسه معلوم نه دئ.

د دې چادوني مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخیستی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...