رپوټ: مهتمم صالح
له تېرو دوولس کلنو راهيسي پوهنمل دوکتور حضرت مير توتاخيل د کندهار پوهنتون د رئیس په توګه دنده کول، چي اوس د ياد پوهنتون څخه د افغانستان ملي زراعتي پوهنتون ته تبديل سو او پر ځای يې پوهاند عبدالواحد وثيق د کندهار پوهنتون د رئیس په توګه ټاکل سوی.
په دغه مناسبت په کندهار پوهنتون کي غونډه جوړه سوه.
د غونډي پر مهال د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو امر بري صديقي وويل، د ولسمشر د هدايت پر اساس هغه رئیسان چي پنځه کاله يې په يوه رياست کي دنده کړې وي، بايد تغير سي، نو ځکه دوکتور حضرت مير توتاخيل د ملي زراعتي پوهنتون د رئیس او پوهاند عبدالواحد وثيق د کندهار پوهنتون د رئیس په توګه وټاکل سو.
دغه راز د کندهار والي حيات الله حیات وويل، حضرت مير توتاخيل په سختو حالاتو کي د کندهار پوهنتون پر پښو درولی، چي دوی ورڅخه مننه کوي او غوښتنه کوي، چي په ملي زراعتي پوهنتون کي هم ورته لاسته راوړني ولري.
حضرت مير توتاخيل په دغه غونډه کي وويل، دوی د خلکو قرضدار دي، نو ځکه يې فرض ګڼلې، چي په ټول وس خپل محصلان په سمه توګه وروزی.
دی وايي، کندهار پوهنتون کي د ۳۴ ولايتونو محصلان او ۲۵ ولايتونو استادان لري.
د ده په خبره د کندهار پوهنتون ادارې کارکوونکي يو مُټي دي، نو چي هر ډول تغير او تبدل راسي په ياد پوهنتون کي به ستونزي پيدا نه سي.
پر همدې مهال د کندهار پوهنتون نوي رئیس پوهاند عبدالواحد وثيق وويل، دی به په پوره ايماندارۍ د کندهار پوهنتون له پاره خدمت کوي او د محصلانو او کاري ټيم څخه يې غوښتنه وکړه، چي د پوهنتون په کارونو کي ورسره همکاري وکړي.
کندهار پوهنتون د لومړي ځل له پاره په څلورو پوهنځیو کي محصلان روزل، چي اوس په ۱۵ پوهنځيو کي محصلان روزي، چي ۱۲ يې د ورځي او درې د شپې له خوا دي.
دغه راز ياد پوهنتون د هيواد په سحطه له اوله درجه او مشهورو پوهنتونونو څخه شمېرل کيږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون