د تاریخي ابدو د بیا رغوني چاري ولي ځنډیږي؟

رپوټ: محمد یار مجروح

د مځکو د غصب له کبله په کندهار  کي د تاریخي ابدو د بیا رغوني چاري په میاشتو میاشتو ځنډيږي.

په کندهار کي د مینا برج په  نوم د تاریخي ابدې د بیا رغولو چاري ولایتي ادارې پنځه میاشتي مخکي پيل کړي، خو د مسئولینو په خبره د شاوخوا مځکي د عضب له کبله یې چاري ځنډېدلي وې او له تیري یوې میاشتي راهیسي يې بیا د رغولو پيل سوي دي.

د کندهار داطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او فرهنک امر عبدالشکور څپاند وايي، په دغه ولایت کي د زورواکانو له لوري د تاریخي ابدو د مځکو د غصب له امله د بیا رغوني چاري په میاشتو میاشتو ځنډيږي.

د ده په خبره د مالي امکاناتو کموالی او همدارنګه په نا امنه سیمو کي د تاریخي ابدو موقعیت نور دوه هغه لاملونه ده، چي  د تاریخي ابدو د بیا رغولو چاري یې له ځنډ سره مخ کړي دي.

د حاجي میرویس خان نیکه مقبره، زړه جامع، د مینا برج او په نارنج ماڼۍ کي د سپړلو لړۍ پيل څلور هغه تاریخي ابدې دي، چي دا مهال یې د رغولو چاري رواني دي.

د کندهار اوسېدونکي له ولایتي ادارې غواړي تر څو دتاریخي ابدو رغولو او دمځکو د غصب برخو ته پام زیات کړي.

د مسئولینو په خبره په کندهار کي ټولي ۵۲ تاریخي ابدې سته چي دا مهال یې یوازي د څلورو د بیا رغولو چاری رواني دي.

د اطلاعاتو او کلتور مسئولین د تاریخي ابدو په برخه کي د مالي امکاناتو د کموالي خبره کوي او زیاتوي چي اوس یوازي هغه تاریخي ابدې بیا رغوي چي د زیات تخریب سره مخ وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...