رپوټ: محمد یار مجروح دا د کندهار له پاره د بندیانو د ساتلو ۷۵ کلونه دمخه جوړ سوی محبس دئ. په لومړیو کي دا محبس د ۷۰۰ بندیانو د ساتلو ځای وو، خو د ځای د نشتوالي له کبله اوس ددغه محبس د بندیانو شمېر تر دوه زره تنه هم اوړي. د افغانستان د محابسو او توقیف خانو عمومي ریاست ...
Read More »د کندهار ځيني اوسېدونکي: یو شمېر کسان غواړي چي د ټاپي نل لیکي اصلي مسیر تغیر کړي
رپوټ: محمد یار مجروح میوند، ژړۍ، پنجوايي، ډنډ، تخته پُل او سپین بولدک د کندهار هغه ولسوالۍ دي چي ټاپي نل لیکه به پکښي تیریږي. د ولسوالیو اوسېدونکو نن ولایتي شورا ته شکایت وکړ، چي یو شمېر زورواکان چي ټاپي نل لیکه يې پر مځکو تیریږي، غواړي د ټاپي اصلي مسیر ته تغیر ورکړي تر څو د خپلو مځکو تاوان ...
Read More »د پنجوايي اوسېدونکي د سولي غوښتنه کوي
رپوټ: مهتمم صالح د کندهار په پنجوايي کي د ديني علماوو، مدني فعالانو، قومي مشرانو، سپين ږيرو او ښځو له خوا د یوې غونډي په ترڅ کي د سولي او اوربند غوښتنه وسوه. د يادي ولسوالۍ ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي وويل، افغان حکومت ټينګار پر جنګ نه دئ او تل هڅه کوي، چي سوله راسي او افغانان په سوله ...
Read More »په کندهار کي د پوپلزو قوم زرګونو کسانو پر ملي یوووالي او اتفاق ټینګار وکړ
رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د پوپلزو قوم د يووالي او اتفاق په نامه لويه غونډه جوړه سوه، چي شاوخوا ۲۵۰۰ د ښار او ولسواليو کسانو پکښي ګډون کړی وو. په غونډه کي د کندهار د ولايتي شورا رئیس حاجي سيدجان خاکرېزوال وويل، ياده غونډه هيڅ سياسي اړخ نه لري، يوازي د پوپلزو د قوم د يووالي او اتفاق ...
Read More »د سولي ملي حرکت غړي د جنګ د پايته رسېدو غوښته کوي
رپوټ: غلام فاروق رسولي ډېر کسان تر کندهار، هلمند او نیمروز وروسته هرات ته راغلي او د سولي ږغ یې پورته کړی، د دوی په خبره نور د افغانانو د صبر کاسه ډکه سوې نو باید سوله وسي. دوی چي خپل حرکت (د سولي ملي حرکت) په نوم یادوي وايي، نور افغانان تر حد زیات ستړي سوي، سولي ته اشد ...
Read More »په بلخ کي وسله وال طالبان وژل سوي دي
په بلخ کي د افغان ځواکونو په هوايي حملو کي لس تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي. په شمال کي د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند وايي، چي د بلخ ولسوالۍ په ایلمان سیمه کي د طالبانو پر مرکزونو په هوايي حملو کي ۵ نور طالبان ټپیان سوي. رضايي وايي، دا حملې د هغو پوځي عملیاتو په دوام سوي ...
Read More »وسله والو په سرپُل کي د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان وژلی دئ
وسله والو د سرپل په ګوسفندي ولسوالي کي د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ کي له موټره کښته کړی او په ډزو یې وژلی دئ. د سرپل د امنیې قوماندانۍ سرپرست وايي، د دولت وسله والو مخالفانو پرون سهار د بلخ د زارع ولسوالۍ په چوغدان سیمه کي د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالي کي د ...
Read More »حمدالله محب: د سولي په اړه د افغانانو تر منځ ناستي هر ځای ګټوري دي
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي چي د سولي په اړه د افغانانو ترمنځ ناستي او خبري هرځاى ګټوري دي او د قطر ناسته يې يو ښه پيل دئ. د ملي امنيت سورا له دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، نوموړي دغه خبري په کابل کي د جرمني له سفیر (پیټر پراګل) سره په خبرو کي کړي ...
Read More »د کندهار په پنجوايي کي محلي اردو فعالیت پیل کړی دئ
رپوټ: محمد یار مجروح په کندهار پنجوايي ولسوالي کي له څه مودې راهیسي محلي اردو فعالیت پيل کړی او خلک یې هم له فعالیت څخه خوشحاله دي. په دغه ولسوالي کي د محلي اردو د ټولۍ قوماندان وايي، چي د محلي اردو له پاره جلب او جذب روان دئ او ډېر ځوانان لېوالتیا لري. د محلي اردو سرتیري هم وایي، ...
Read More »په هلمند کي ١١ امنیتي سرتېري او په هرات کي شاوخوا پنځوس طالبان وژل سوي دي
امنيتي مسئولين وايي چي په هلمند کي ١١ امنیتي سرتېري او په هرات کي شاوخوا پنځوس طالبان وژل سوي دي. په هلمند کي يوې امنيتي سرچينې ویلي چي وړمه شپه د مارجې ولسوالۍ په عصمت بازار سيمه کي ١١ امنيتي سرتېري د طالبانو له لوري وژل سوي دي. د سرچينې په وينا، په وژل سوو سرتېرو کي د ملي امنيت ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون