راپورونه

د بشري حقونو کمېسیون د جګړې پر مهال د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلي اندېښنه ښيي

رپوټ: محمد یرا مجروح په افغانستان کي د جګړې ښکېلي غاړي بریدونو پر مهال د ملکي کسانو مرګ ژوبلي ته پام نه کوي، خو د بشري حقونو کمېسیون بیا دغه ډول کړني په ښکاره جنګي جنایت بولي. د کندهار د بشري حقونو کمېسیون سرپرست شمس الدین تنویر وايي، د زون په کچه په بریدونو کي ملکي تلفات یو ځل بیا ...

Read More »

په کندهار کي یو ځل بیا خلګو د جنګ د ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه، چي نور دي جنګ بس کړي

رپوټ: محمد یار مجروح په کندهار کي نن یو ځل بیا لسګونه کسانو د یوې غونډي پر مهال د جنګ له ښکېلو غاړو وغوښتل، چي د جګړې روان حالت کنټرول کړي او د سولي د خبرو د پياوړتیا له پاره اوربند وکړي. د غونډي ګډونوالو وویل چي روانه جګړه د نورو په ګټه او لمسونه ده، خو قربانیان یې یوازي ...

Read More »

ولسمشرۍ ماڼۍ: د ټاکنو ډېره بودجه حکومت ورکوي او امنیت يې هم دوی ټینګوي

ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو د ادعا ردولو تر څنګ وايي چي د ټاکنو ډېره بودجه حکومت ورکوي او امنيتي ځواکونه به یې امنیتي تدابیر ټینګوي. وسله والو طالبانو د يوې خبرپانې په خپرولو سره د ټاکنو د مخنيوي تر څنګ خلګو ته ګواښ کړی، چي په ولسمشرۍ ټاکنو او کمپاینونو کي ګډون ونه کړي. له ارګه په يوه رالېږل سوې ...

Read More »

په راتلونکو شپږو میاشتو کي په هیواد کي (۱۸۰۰) سړې یا یخي خوني جوړیږي

د افغانستان د کرهڼي اومالدارۍ وزارت وايي، تر راتلونکو شپږو میاشتو پوري به په ټول هيواد کي ۱۸۰۰سړې (یخي) خوني د سبزیجاتو او تازه مېوو له پاره جوړي سي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چي افغانستان اوس د تازه مېوو او سبزیجاتو د تولید په برخه کي ځان بسیایني ته رسېدلی دئ. د کرهڼي او مالدارۍ وزارت په ...

Read More »

هراتیان د اختر په شپو او ورځو کي د نرخونو د لوړوالي څخه سر ټکوي

رپوټ: غلام فاروق رسولي هرات ښار چي په دې ورځو کي خورا هوا هم پکښي ګرمه ده، خلګ د اختر له پاره د چمتوالی نیولو په موخه په غټه پیمانه ښار ته راځي او د اختر خوشحالیو لمانځلو له پاره د وچي مېوې او نوو جامو ترڅنګ د ضروري توکو په خرڅولو بوخت دي. هرات مېشت اوسېدونکي چي د ګرمي ...

Read More »

په افغانستان کي دشیعه عالمانو د شورا رئیس آیت الله اصف محسني وفات سو

په افغانستان کي د شیعه عالمانو د شورا رئیس او په دې هيواد کي د شیعه وګړو یو مهم مشر ایت الله اصف محسني پرون دوشنبه د ۸۴ کلونو په عمر د ور پېښي ناروغۍ له کبله مړ سو. نوموړی د افغانستان یو مهم مذهبي مشر وو او پراخ ديني او سیاسي نفوذ یې درلود. د ښاغلي محسنی لمسي جواد ...

Read More »

په قطر کي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي مذاکراتو اتم پړاو کي ښه پرمختګ سوی دئ

د افغانستان د سولي له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د مذاکراتو د درېیمي ورځي په پای کي خبریالانو ته وویل، چي اوس هند ته ځي، خو د دواړو لورو کاري ټیمونه به مذاکراتو ته دوام ورکړي. خلیلزاد وايي، چي هند ته یې د سفر هدف د افغانستان د سولي د پروسې له پاره د پراخ نړیوال ملاتړ ...

Read More »

د خاکرېز اوسېدونکي: امنيتي ځواکونو د خاکرېز پر لار د دوی څخه موټران اخیستي دي

رپوټ: مهتمم صالح د ولايتي شورا په نوبتي غونډه کي د دغه شورا رئیس حاجي سيد جان خاکرېزوال وويل، شورا ته د خاکريز ولسوالۍ خلک عارض سوي وه، چي د یادي ولسوالۍ دوې لاري د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو لخوا تړل سوي دي، چي خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. خاکرېزوال وايي، د دغه ولسوالۍ خلګ ...

Read More »

د کندهار اوسېدونکي: که د جګړې روان حالت کنټرول سي، د سولي پروسه بریالۍ کیدلای سي

رپوټ: محمد یار مجروح وړمه ورځ  د کندهار ښار په زړه کي د اخند صاحب جامع مخته یوه موټر سایکل بم چاودني د ښځو او کوچنیانو په شمول ۸  ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړول. د کندهار اوسېدونکي وايي، د بریدونو ډېر قربانیان ملکیان وي او د جنګ له ښکېلو غاړو غواړي، چي ملکي کسان دي د بریدونو هدف نه ...

Read More »

په شاولیکوټ کي یوه پولیس خپل اووه تنه ملګري وژلي دي

د کندهار په شاولیکوټ ولسوالي کي یوه پولیس پر نورو پولیسو ډزي کړې او ۷ کسان یې وژلي دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال بارکزی وايي، د دې ولسوالۍ په تور کوتل سیمه کي یوه پولیس پر نورو پولیسو ډزې کړي او ۷ تنه یې وژلي دي. نوموړي د دې پېښې په اړه نور جزئیات ور نه کړل، ...

Read More »