ولسمشرۍ ماڼۍ: د ټاکنو ډېره بودجه حکومت ورکوي او امنیت يې هم دوی ټینګوي

ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو د ادعا ردولو تر څنګ وايي چي د ټاکنو ډېره بودجه حکومت ورکوي او امنيتي ځواکونه به یې امنیتي تدابیر ټینګوي.

وسله والو طالبانو د يوې خبرپانې په خپرولو سره د ټاکنو د مخنيوي تر څنګ خلګو ته ګواښ کړی، چي په ولسمشرۍ ټاکنو او کمپاینونو کي ګډون ونه کړي.

له ارګه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، په ټاکنو کي ګډون او د مستقیمو رایو له لاري د اولی الامر ټاکل د افغانستان د خلګو شرعي او قانوني حق دئ.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان دولت د ازادو، رڼو او سراسري ټاکنو د کولو له پاره ټول لازم چمتووالى نیولی، چي خلک په مستقیم ډول د هېواد لپاره د مشروع زعامت ټاکلو کي ونډه واخلي.

ارګ وايي، د طالبانو د ادعا برعکس چي همدا اوس په قطر کي د امریکا متحدو ایالتونو سره په مذاکره کي دي، د ټاکنو د بودجې زیاته برخه د افغانستان دولت له بودجې تأمین سوې او د دې پروسې بشپړ مدیریت د افغانانو پر غاړه دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...