رپوټ: محمد یار مجروح
په کندهار کي نن یو ځل بیا لسګونه کسانو د یوې غونډي پر مهال د جنګ له ښکېلو غاړو وغوښتل، چي د جګړې روان حالت کنټرول کړي او د سولي د خبرو د پياوړتیا له پاره اوربند وکړي.
د غونډي ګډونوالو وویل چي روانه جګړه د نورو په ګټه او لمسونه ده، خو قربانیان یې یوازي په افغانستان کي ملکی کسان دي.
بلخوا د کندهار د سولي شورا پخوانی رئيس شېرمحمد حقیار د یادي غونډي پر مهال وویل، چي دجنګ ښکېلي غاړي باید د سولي له پروسې هر کلی وکړي او دا یو ښه فرصت وبولي.
دده په خبره جګړه او مخالفت ګټونکی نه لري نو باید دواړه لوري د یو اباد افغانستان له پاره د بین الافغاني مذاکراتو مېز ته کښېني.
په ورته وخت کي د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم وايي، افغانستان تر بل هر وخت سولي ته نژدې سوی دئ.
هغه وايي، چي د افغان سولي په اړه بین الافغاني مذاکرات به په لنډ وخت کي پیل سي چي افغان حکومت به یې هم یوه برخه وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون