راپورونه

د کندهار امنیتي مسؤلین: د لوی اختر او اسد ۲۸ ورځي له پاره یې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي دي

رپوټ: محمد یار مجروح د کندهار د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي، د دغه ولایت  له پاره یې لا له وړاندي پوره امنیتي تدابیر نیولي، چي په خبره یې د ښار او ولسوالۍ اوسېدونکي کولای سي په ډاډه زړه دا اختر ولمانځي. د ده په خبره د کندهار له پاره يې د ټولو امنیتي ارګانونو ...

Read More »

د هرات په ګذرې ولسوالي کي د دو طالب ډلو تر مینځ په نښته کي (۴۰) کسان وژل سوي دي

د هرات په ګذرې ولسوالۍ کي د طالبانو او له دوی نه د یوې جلا سوې ډلي ترمنځ نښته کي لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل سوي دي، دا جګړه دوې ورځې وړاندې سوې. رپوټونه وایي چي ډېر وژل سوي کسان حکومتي ملېشې دي چي په سیمه کي د سنګوریانو په نامه یادېږي. کابو ټول وژل سوي کسان ځوانان دي ...

Read More »

د طالبانو مشر ملا هبت الله له خپلو کسانو غوښتي چي د اختر په ورځو کي د خلګو خونديتوب ته پاملرنه وکړي

د طالبانو مشر ملا هبت الله د لوى اختر په مناسبت په خپل پيغام کي له خپلو کسانو غوښتي چي د اختر په ورځو کي د خلګو خونديتوب ته پاملرنه وکړي. د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د دې ډلي د مشر ملا هبت الله اخوند د اختر پيغام رسنيو ته استول سوى دئ. ملا هبت ...

Read More »

محمد حنیف اتمر اعلان وکړ چي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کي برخه نه اخلي

د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کي یو مهم نوماند او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر اعلان کړی، چي دی په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کي به برخه نه اخلي. نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه په خپره سوې اعلامیه کي ویلي، د دې ټاکنو پر روڼوالي شک لري او د افغان سولي بهیر ورته تر ټاکنو مهم ...

Read More »

د ملګرو ملتونو په (۷۴یمه) کلنۍ غونډه کي د افغان پلاوي پر سر اختلافات را منځته سوي دي

يوه باوري سرچينه وايي چي د ملګرو ملتونو په ٧٤يمه کلنۍ غونډه کي د ګډون لپاره د افغان پلاوي پر سر اختلافات رامنځته سوي دي. دې سرچينې ویلي، ولسمشر غواړي د افغان پلاوي مشري د ملي امنيت سورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وکړي، خو  اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله بيا ټینګار کوي چي د افغان پلاوي مشري بايد د بهرنیو ...

Read More »

نن د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی د ازبکستان د لوړپوړو چارواکو سره ویني

ټاکل سوې چي د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کي د دغه هيواد له لوړپوړو چارواکو سره وګوري. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټرپاڼه لیکلي، چي د ملا برادر په مشرۍ دغه پلاوی د چهارشنبې په ورځ تاشکند ته ورسېد او د افغانستان له پاره د ازبکستان د ځانګړي استازي ...

Read More »

ولسمشر غني امنیتي سکټورونو ته ویلي چي امنیتي تدابیر دققیق او جدي کړي

افغان ولسمشر امنیتي سکټورونو ته سپارښتنه کړې چي په روانو حساسو شرایطو کي په کابل او ټول هيواد کي امنیتي تدابیر دقیق او جدي کړي. نوموړي په ځانګړي ډول د کابل امنیت ډېر مهم بللی او غوښتنه یې کړې چي د امنیت په برخه کي باید د خلګو اندېښنې رفعه سي. له ارګه په یوې اعلامیې کي راغلي چي محمد ...

Read More »

ډیاګو فورلان د فوټبال څخه تقاعد سو

رپوټ: اسدالله نوري ۴۰ کلن یوروګوايي لوبغاړي ډیاګو فورلان خپله تقاعدي اعلان کړل او وې ویل، چي د فوټبال سره مخه ښه زور غواړي، خو دا چي د عمر تقاضا ده، نو مجبوره دئ، چي ځان تقاعد کړي. فورلان د یوروګوای ملي لوبډله په (۲۰۱۰) نړیوال جام کي څلورمه کړل، چي په دې سره ئې نه یوازي د د ټول ...

Read More »

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان معلولینو لوبډلي د پاکستان څخه د ۲۶ منډو په توپیر لوبه وګټل. په دې لوبه کي ټاس پاکستان وګټی او اول ئې بالینګ واخیستی. افغان لوبډلي په دې (۱۶) آوریزه لوبه کي (۱۴۲) منډي وکړې. په افغاني بېټسمینانو کي (محمدالله ۶۰، جمیل شاه ۴۶ او ...

Read More »

کندهار کرکټ لوبډله په سیمي فاینل کي اوټ سوه

رپوټ: اسدالله نوري د سيد جمال الدین افغان ايلایټ کپ اوله درجه یا (ګرېډ ون) يو ورځنيو ولايتي سياليو په دوهم سیمي فاینل کي ننګرهار او کندهار د خوست په میدان کي لوبه سره وکړه، چي د (۶) ویکیټو په توپیر ننګرهار وګټل او د داغه ټورنمینټ فاینل ته و وتل، چي هلته به د کابل سره و لوبيږی. په ...

Read More »