کندهار کرکټ لوبډله په سیمي فاینل کي اوټ سوه

رپوټ: اسدالله نوري

د سيد جمال الدین افغان ايلایټ کپ اوله درجه یا (ګرېډ ون) يو ورځنيو ولايتي سياليو په دوهم سیمي فاینل کي ننګرهار او کندهار د خوست په میدان کي لوبه سره وکړه، چي د (۶) ویکیټو په توپیر ننګرهار وګټل او د داغه ټورنمینټ فاینل ته و وتل، چي هلته به د کابل سره و لوبيږی.
په لوبه کي ټاس ننګرهار لوبغاړو وګټی او اول ئې بالینګ وکړ.
کله چي د کندهار لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو په (۵۰) آوره کي ئې د ټولو لوبغاړو په اوټېدو سره (۲۷۱) منډي وکړې.
په دوی کي (منیر احمد کاکړ ۹۸ او نصیب الله شېردلي (۶۹) منډي وکړې.
کله چي د ننګرهار لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ئې تر (۴۴) آوره د څلورو لوبغاړو په اوټېدو سره ور پوره کړ.
په ننګرهاري بېټسمینانو کي وحیدالله شفق (۱۰۰) ناټ اوټ او (نسیم سرخرودي ۵۱) منډي وکړې او د کندهار په بالرانو کي (باقیب الله ۳ او عبدالباقي) یو ویکیټ واخیستی.
د یادوني وړ ده، چي د لوبي غوره لوبغاړی وحیدالله شفق وټاکل سو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...