رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان معلولینو لوبډلي د پاکستان څخه د ۲۶ منډو په توپیر لوبه وګټل.
په دې لوبه کي ټاس پاکستان وګټی او اول ئې بالینګ واخیستی.
افغان لوبډلي په دې (۱۶) آوریزه لوبه کي (۱۴۲) منډي وکړې.
په افغاني بېټسمینانو کي (محمدالله ۶۰، جمیل شاه ۴۶ او محمد اشرف ۲۵) منډي وکړې.
کله چي پاکستانیان بېټینګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ئې پوره نه کړ، ځکه دوی په (۱۶) آوره کي (۱۱۶) منډي وکړې او لوبه ئې د (۲۶) منډو په توپير پر افغانانو بایلل.
په افغاني بالرانو کي (شیرین اغا) څلور ویکیټه، زبیر ۲ او حزب الله و جمیل مندوزي یو یو ویکیټ واخیستی.
د یادوني وړ ده، چي دا سیریز شل آوریزه دئ، خو دا لوبه د باران په خاطر (۱۶) آوره ته را کمه سوې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون