د هرات په ګذرې ولسوالي کي د دو طالب ډلو تر مینځ په نښته کي (۴۰) کسان وژل سوي دي

د هرات په ګذرې ولسوالۍ کي د طالبانو او له دوی نه د یوې جلا سوې ډلي ترمنځ نښته کي لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل سوي دي، دا جګړه دوې ورځې وړاندې سوې.
رپوټونه وایي چي ډېر وژل سوي کسان حکومتي ملېشې دي چي په سیمه کي د سنګوریانو په نامه یادېږي.

کابو ټول وژل سوي کسان ځوانان دي او د هلمند د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي دي.

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کي یوې حکومتي سرچینې ویلي، دغه کسان د همدې ولایت د ګذرې ولسوالۍ په کورټ کلي کي د طالبانو سره په جګړه کي وژل سوي دي.

د مولوي رسول په مشرۍ له طالبانو د بېلي سوي ډلي یو قومندان ملک بازګل چي وايي په همدې جګړه کي یې برخه درلودله منلي، چي د دوی څلوېښت ملګري وژل سوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

دغه قومندان وایي د طالبانو د سرې قطعي یا ځانګړي ځواک لسګونو کسانو پر دوی برید وکړ، چي څو ساعته یې دوام درلود.

د دې ډلي یو بل مشر ملامنان نیازی ادعا کوي چي په دغه جګړه کي طالبانو ته هم د سر زیان ور اوښتی دئ، هغه وايي چي اتلس طالبان وژل سوي دي.

د هلمند ولایتي شورا وایي ۴۰ مړي پرون شپه د هلمند مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو ته راوړل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...