د طالبانو مشر ملا هبت الله له خپلو کسانو غوښتي چي د اختر په ورځو کي د خلګو خونديتوب ته پاملرنه وکړي

د طالبانو مشر ملا هبت الله د لوى اختر په مناسبت په خپل پيغام کي له خپلو کسانو غوښتي چي د اختر په ورځو کي د خلګو خونديتوب ته پاملرنه وکړي.

د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د دې ډلي د مشر ملا هبت الله اخوند د اختر پيغام رسنيو ته استول سوى دئ.

ملا هبت الله په دغه پيغام کي خپلو کسانو ته سپارښتنه کړې، چي د اختر په ورځو کي د ولس هوسايني او خونديتوب ته پاملرنه وکړي او د هيوادوالو د خوښۍ او ارامۍ له پاره ټول لازم اقدامات وکړي.

هغه ادعا کړې چي دوى په نظامي او سياسي ډګرونو کي لاسته راوړني درلودې او د برياليتوب پر لور روان دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د لوی اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخند هغه پیغام رد کړی او ویلي يې دي، چي افغانان هيڅ اړتیا نه لري، چي د طالبانو پیغام ته غوږ سي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، طالبان د ویجاړیو او ملکي وژنو اصلي عاملین دي او د دوی دا ډول پیغامونه افغانان نه سي غولولای.

طالبانو په دې هکله تر دم ګړیه څه ندي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...