د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کي یو مهم نوماند او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر اعلان کړی، چي دی په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کي به برخه نه اخلي.
نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه په خپره سوې اعلامیه کي ویلي، د دې ټاکنو پر روڼوالي شک لري او د افغان سولي بهیر ورته تر ټاکنو مهم دئ.
له هغه وړاندي د ولسمشرۍ یو بل کاندید زلمی رسول د اشرف غني په ګټه تر نوماندۍ تېر سوی وو.
دغه راز ویل کیږي ځیني نور کاندیدان هم له نوماندۍ تېر سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون