د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د خورشید ټلویزیون پر موټر برید غندلی او ویلي یې دي، چي رسنۍ او ملکیان په نښه کول جنګي جرم دئ. د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني سفیر پیري مایډون ویلي، چي د ژورنالېستانو د خاموشه کولو هڅي به هغوی لا غښتلي کوي. په کابل کي پرون مازیګر د خورشید ټلوېزیون د عملې ...
Read More »افغانستان ته د پاکستان او ایران له خوا قاچاقي وارداتو ستونزي جوړي کړي دي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، هيواد ته د پاکستان او ایران له لوري قاچاقي وارداتو ستونزي جوړي کړي. د دغي خوني مرستیال خان جان الکوزی وايي، چي د قاچاقو اصلي لاملونه د سرحداتو نه کنټرول، د زورواکو موجودیت، فساد او جګړه ده. ده وویل، په دې کي هېڅ شک نسته چي ځيني اموال قاچاق کيږي، خو دا ...
Read More »د اوومي ناحیې اوسېدونکي: ځیني کسان قبرونه هواروي او کورونه پر جوړوي
رپوټ: مهتمم صالح د شنبې په ورځ د کندهار د اوومي ناحیې اوسېدونکو د کندهارـ هرات لويه لار د ترافيکو پر مخ د څو ساعتونو له پاره تړلې وه. دوی ادعا کوي، چي په دغه ناحيه کي ځيني کسان يوه هديره، چي د دوی مړي پکښي ښخ دي هواروي او کورونه پکښي جوړوي، چي کندهار ښاروالي يې مخه نه نيسي. ...
Read More »په تېره جولای میاشت کي (۱۵۰۰) افغان ملکیان وژل سوي دي
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا ‘یوناما’ په خپل تازه خپاره کړي راپور کي ویلي چي یوازي د روان کال په جولای میاشت کي ۱۵۰۰ افغان ملکیان وژل سوي او ټپیان دي. یوناما وايي، د روان ۲۰۱۹ کال له پیله او د ۲۰۱۷ کال له مې میاشتي را وروسته په تیرو څه باندي ۲ کلونو کي دا ...
Read More »ولسمشر غني: د سولي په پروسه کي د افغانستان پر سر معامله کېدلای سي
په قطر کي د سولي په اړه د خبرو د اتم دور له پیل سره سم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، څوک دي پر دې کي شک نه کوي چي د سولي په پروسه کي د افغانستان د اسلامي جمهوريت پرسر معامله نه سي کېدای. اشرف غني داخبره پرون په کابل کي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ...
Read More »د معلولینو ملي لوبډله انګلستان ته رسېدلې ده
د افغانستان د معلولینو ملي لوبډله انګلستان ته رسېدلې او تمرینات ئې پیل کړل. د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله چي انګلستان ته رسېدلې، پرون یې د برمينګهم په ښار کي خپل تمرینات پیل کړي دي. د معلولینو و ملي لوبډله کي محمد نبي (لوبډلمشر)، محمد الله احمدزی، محمد اشرف، عبیدالله، قدرت الله، عبدالله، عبدالله لېوال، شیرین اغا، نثار ...
Read More »افغان اتل نصرت حقپرست د خپل برازیلي سیال څخه لوبه وګټل
نصرت حقپرست د (UFC) یا فري فایټ افغانی اتل دئ، چي د نړۍ په بېلابیلو هیوادونو کي د بېلابیلو کسانو سره په خپل بخش کي لوبیږي. دی دا وار د خپل برازیلي سیال سره ولوبېدی، چي هغه ئې د دوهم راونډ په (۳۶مه) ثانیه کي ناک اوټ کړ، چي دې بریا ئې زیاتو افغانانو ته په خارج او داخل کي ...
Read More »څېړنه: ټاپي پروژه پر ملي امنيت کوم تأثیرات لري؟
د ټاپي پروژې پلي کېدل به د هیوادونو تر منځ د تعرض پر ځای متقابله همکاري را منځته کړي د کابل پوهنتون د پالېسیو د څېړني د ملي مرکز یوه څېړنه ښيي، چي د ټاپي پروژې پلي کېدل به د سیمي د هیوادونو تر منځ د کړکېچنو پر ځای متقابله همکاري او اقتصادي پياوړتیا را منځته کړي. د کابل پوهنتون ...
Read More »ټرمپ یو وار بیا ویلي چي امریکا په افغانستان کي جګړه ګټلای سي
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان د سولي په تړاو خبري کړي او یو ځل بیا یې خبرداری ورکړ، چي هيواد یې دا توان لري چي د افغانستان جګړه وګتي، خو نه غواړي چي میلیونونه انسانان د دې ګټي له پاره ووژل سي. ډونالد ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کي خبریالانو ته وویل، د افغانستان په ...
Read More »د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو مهم پړاو نن پیلیږي
دامريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو مهم او پرېکنده پړاو نن د قطر په پلازمينه دوحه کي پيليږي. د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په ټويټر کي ليکلي، چي په دې مهم پړاو خبرو کي د ګډون له پاره پرون دوحې ته رسېدلى دئ. هغه زياته کړې، طالبانو داسي اشارې ورکړي، چي غواړي يوې پايلې او تړون ته ورسېږي. خليلزاد ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون