افغان اتل نصرت حقپرست د خپل برازیلي سیال څخه لوبه وګټل

نصرت حقپرست د (UFC) یا فري فایټ افغانی اتل دئ، چي د نړۍ په بېلابیلو هیوادونو کي د بېلابیلو کسانو سره په خپل بخش کي لوبیږي.
دی دا وار د خپل برازیلي سیال سره ولوبېدی، چي هغه ئې د دوهم راونډ په (۳۶مه) ثانیه کي ناک اوټ کړ، چي دې بریا ئې زیاتو افغانانو ته په خارج او داخل کي خوشحالۍ ور کړې.
نصرت حقپرست ۲۳ کلن دئ او تر دې مهاله ئې ۱۱ مقابلې کړي دي، چي په هغو کي ئې (۹) مقابلې ګټلي دي او (۹) سره واري ئې خپل حریف ناک اوټ کړی دئ او ۲ واره ئې د نمرو پر اساس دوې مقابلې بایللي دي.
د یادوني وړ ده، چي دا د حقپرست د ژوند تر ټولو لویه بریا وه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...