د ټاپي پروژې پلي کېدل به د هیوادونو تر منځ د تعرض پر ځای متقابله همکاري را منځته کړي
د کابل پوهنتون د پالېسیو د څېړني د ملي مرکز یوه څېړنه ښيي، چي د ټاپي پروژې پلي کېدل به د سیمي د هیوادونو تر منځ د کړکېچنو پر ځای متقابله همکاري او اقتصادي پياوړتیا را منځته کړي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد بریالی حکیمي وايي، که د ټاپي پروژه پلې سي همسایه هیوادونه به د افغانستان په امنیت کي د منفي حرکاتو پر ځای مثبت رول ولوبوي.
بلخوا یو شمېر د نظر خاوندان وايي، کله چي د هیوادونو تر منځ ګټي مشترکي سي، نو ټول هیوادونه په ګډه کار کوي، تر څو د اقتصادي پياوړتیا په برخه کي پراته خنډونه له منځه یوسي.
دوی زیاتوي چي د ټاپي پروژې د پلي کېدوسره نه یوازي چي لسګونه زره کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي، بلکي د افغانستان پر امنیت به هم مثبت تاثیرات ولري.
ټاپي چي د ترکمنستان ګاز دافغانستان له لاري پاکستان او هند ته لېږي، ۷۵۰ کیلومتره د افغانستان په خاوره کي تېریږي.
د دغه پروژې له لاري به همدارنګه افغانستان هرکال ۵۰۰ میلونه ډالره یوازي د ګاز د ټرانزیټ څخه ترلاسه کوي او لسګونه زره کسانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون