د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان د سولي په تړاو خبري کړي او یو ځل بیا یې خبرداری ورکړ، چي هيواد یې دا توان لري چي د افغانستان جګړه وګتي، خو نه غواړي چي میلیونونه انسانان د دې ګټي له پاره ووژل سي.
ډونالد ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کي خبریالانو ته وویل، د افغانستان په ارتباط يې ډېر پرمختګ کړی.
ولسمشر ټرمپ همداسي خبرداری تېره میاشت ورکړی وو، خو دا ځل یې دا خبره هم وکړه، چي د ده هدف د اټومي وسلې استعمال نه دئ، د متعارفو وسلو د استعمال دئ.
تېره اوونۍ داسي راپورونه خپاره سول، چي د امریکا متحده ایالتونه به په افغانستان کي د خپلو پوځیانو شمېر له څوارلس زرو اتو زرو ته راکښته کړي، خو په دې برخه کي ولسمشر ټرمپ پرون د خبریالانو خبرو ته واضح ځواب ور نه کړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون