د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو مهم پړاو نن پیلیږي

دامريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو مهم او پرېکنده پړاو نن د قطر په پلازمينه دوحه کي پيليږي.

د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په ټويټر کي ليکلي، چي په دې مهم پړاو خبرو کي د ګډون له پاره پرون دوحې ته رسېدلى دئ.

هغه زياته کړې، طالبانو داسي اشارې ورکړي، چي غواړي يوې پايلې او تړون ته ورسېږي.

خليلزاد وايي امريکا هم د يوې ښې موافقې له پاره اماده ده.

خو د امريکا ځانګړي استازي ټينګا کړى، چي دا موافقه د ځواکونو د وتلو له پاره نه، بلکي د سولي له پاره ده.

د نوموړي په وينا، د سولې يوه ښه  موافقه د ځواکونو وتلو ته لاره برابروي.

بلخوا امريکايي رسنۍ واشينګنټن پوسټ خبر ورکړى، چي له طالبانو سره تر تړون وروسته به په لومړي قدم کي امريکا خپل شپږ زره سرتېري له افغانستانه وباسي.

د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد طالبانو سره د اتم پړاو خبرو دمخه شاوخوا لس ورځي په کابل کي تېرې کړې او له افغان مشرانو سره يې هر اړخيزي خبري وکړې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...