د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چي له وسله والو طالبانو سره سوله باید په داسې بڼه وسي چي له هغې سره په هېواد کي بشپړ ثبات رامنځته سي او د ټولو افغانانو پکښي خیر وي.
د ولسي جرګې ځینو غړو په کابل کي د یوې غونډي پر مهال وویل، چي د افغانستان د سولي او جګړې کيلي د افغانانو نه، بلکي د پرديو په لاس کي ده.
دوی د کوم هيواد نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه، چي يو شمېر هيوادونه لا هم له يوې خوا د افغانستان د سولي له پاره کار کوي او له بل لوري یې د جګړې اوږدولو له پاره هڅي پیل کړي دي.
دوی زياتوي چي د افغان حکومت، طالبانو او امريکا ترمنځ بايد داسي يوه سوله وسي، چي بيا وروسته نورو وسله والو ډلو ته د فعاليت له پاره هيڅ چانس په لاس ورنه سي.
دا په داسي حال کي ده چي حکومت په دې وروستيو کي هلي ځلي پيل کړي، څو له طالبانو سره د خبرو له پاره يو ١٥ کسيز مذاکراتي پلاوى وټاکي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون