رپوټ: محمدیار مجروح
په کندهار کي د سوداګرۍ خوني مسئولین وايي، پاکستان د انګورو محصول زیات کړی دئ.
د کندهار د سوداګرۍ خوني رئيس حاجي نصرالله زهیر وايي، پخوا پر یوه موټر انګورو ۸۵ زره کلداري وې، خو اوس پاکستان پر یوه موټر انګورو ۳۲۰۰۰۰ زره کلداري محصول اخلي، چي سوداګر يې زیانمن کړي دي.
دده په خبره مرکزي ادارې ته يې خبر ورکړی دئ، خو د هغو له خوا جواب تر اوسه نه دئ راغلی.
د سوداګرۍ خوني رئيس همدارنګه زیاتوي، چي د افغانستان مېوه پاکستان ته تر صادرولو وروسته پېک کیږي او وروسته د پاکستان په نامه نړیوالو بازارونو ته وړل کیږي.
د ده په خبره که حکومت په دې برخه کي همکاري وکړي او د وچي او تازه مېوې له پاره د پېکینګ اسانتیاوي برابري کړي، ګټه به یې څو برابره زیاته وي.
د سوداګرۍ خونه دغه څرګندوني پر داسي مهال کوي، چي پاکستان په افغانستان کي د حاصلاتو د رسېدو سره سم هر کال بېلابیلي ستونزي جوړوي، چي زیان يې بیرته افغاني سوداګرو ته رسیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون