د افغانستان د معلولینو ملي لوبډله انګلستان ته
رسېدلې او تمرینات ئې پیل کړل.
د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله چي انګلستان ته رسېدلې، پرون یې د برمينګهم په ښار کي خپل تمرینات پیل کړي
دي.
د معلولینو و ملي لوبډله کي محمد نبي (لوبډلمشر)،
محمد الله احمدزی، محمد اشرف، عبیدالله، قدرت الله، عبدالله، عبدالله لېوال، شیرین
اغا، نثار احمد، حزب الله، طفیل، شعیب، جمیل شاه، شفیق الله، زبیر او صفت الله انتخاب سوي دي.
ټاکل سوې چي د معلولینو د کرکټ نړیوال سيریز به د اګست میاشتي پر پنځمه نېټه د
انګلستان، هندوستان، پاکستان، بنګله دېش او افغانستان ترمنځ پیل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون