په قطر کي د سولي په اړه د خبرو د اتم دور له پیل سره سم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، څوک دي پر دې کي شک نه کوي چي د سولي په پروسه کي د افغانستان د اسلامي جمهوريت پرسر معامله نه سي کېدای.
اشرف غني داخبره پرون په کابل کي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمېر افسرانو ته وکړه.
هغه همداراز د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، چي په اوازو پسي دي نه ګرځي او د سولي د مذاکرو تر پیل پوري دي د مخالفينو پر ځپلو تمرکز وکړي.
غني وویل: پر ګډه اعلامیه موافقه سوې، په دې اعلامیه کي د نړیوالي ټولني اساسي شریک د افغانستان اسلامي جمهوريت او د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه دي، ټول پوهېږي چي له دې ځواکونو پرته به سیمه او نړۍ له بحران سره مخامخ سي، له دې امله موږ بشپړ ډاډ لرو، چي له نړیوالو سره زموږ ټول تړونونه به پرځای وي.
په افغانستان کي د اسلامي جمهوري نظام تشکیل له هغو ډموکراتیکو پرمختګونو دئ، چي په وروستیو اتلسو کلونو کي سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون