په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا
‘یوناما’ په خپل تازه خپاره کړي راپور کي ویلي چي یوازي د
روان کال په جولای
میاشت کي ۱۵۰۰
افغان ملکیان وژل سوي او ټپیان دي.
یوناما وايي، د روان ۲۰۱۹
کال له پیله او د ۲۰۱۷
کال له مې میاشتي را
وروسته په تیرو
څه باندي ۲
کلونو کي دا د ملکي مرګ ژوبلي تر
ټولو خونړۍ میاشت وه، چي لامل یې د حکومت ضد عناصرو بریدونه ښودل سوي.
د افغانستان له پاره
د ملګري ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي: څرنګه چي په دې وروستیو
اونیو کي د سولي هڅي
ګړندۍ سوي مځکنۍ
جګړه هم ورسره تېزه سوې ده.
یوناما په دې خپل راپور کي چي په پرتله ییز ډول یې
خپور کړی په ښاري سیمو کي د طالب وسله والو بریدونو ته اشاره کړې، چي
پر امنیتي ځواکونو سوي.
یوناما په خپل دې راپور کي د حکومت ضد جنګي
ډلو له خوا پر وژل سوو ملکیانو ژوره خواشیني ښودلې، چي
د سړک غاړي
ماینونو په چاودنو کي وژل سوي او ټپیان سوي.
په رپوټ کي د سړک غاړي
ماینونو د چاودنو له کبله د څه باندي ۵۰
سلني
ولسي مرګ ژوبلې مسئولیت
پر حکومت ضد ډلو
اچول سوی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون