راپورونه

د ولسي جرګې غړي د سولي سره بشپړ ثبات غواړي

د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چي له وسله والو طالبانو سره سوله باید په داسې بڼه وسي چي له هغې سره په هېواد کي بشپړ ثبات رامنځته سي او د ټولو افغانانو پکښي خیر وي. د ولسي جرګې ځینو غړو په کابل کي د یوې غونډي پر مهال وویل، چي د افغانستان د سولي او جګړې کيلي د افغانانو ...

Read More »

د سوداګرۍ خونه: پاکستان د انګورو محصول څلور برابره زیات کړی دئ

رپوټ: محمدیار مجروح په کندهار کي د سوداګرۍ خوني مسئولین وايي، پاکستان  د انګورو محصول زیات کړی دئ. د کندهار د سوداګرۍ خوني رئيس حاجي نصرالله زهیر وايي، پخوا پر یوه موټر انګورو ۸۵ زره کلداري وې، خو اوس پاکستان پر یوه موټر انګورو ۳۲۰۰۰۰ زره کلداري محصول اخلي، چي سوداګر يې زیانمن کړي دي. دده په خبره مرکزي ادارې ...

Read More »

په کندهار کي لا هم ټاکنیزي مبارزې په رسمي ډول نه دي پيل سوي

رپوټ: محمد یار مجروح د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د ټاکنیزو مبارزو د پيل څخه پنځه ورځي تېریږي، خو د کندهار په ګډون په زیات شمېر ولایتونو کي د نوماندانو ټاکنیزي مبارزې پيکه دي. کندهار چي د ټاکنو له پاره تر مرکز راوروسته دوهم ولایت دئ، چي ډېر سټیکران پکښي وهل سوي، خو تر دا مهاله کوم نوماند ټاکنیزه مبارزه ...

Read More »

د خلګو نظر، سوله که ولسمشریزي ټاکني؟

رپوټ: محمد یار مجروح سوله او ټاکني د افغانانو دوه انتخابه چي کوم یو به لومړی وسي، لا یې هم په اړه بېلابېل نظرونه سته. د کندهار اوسېدونکي وايي، سولي ته لومړیتوب ورکوي، خو د سولي د خبرو له پاره د حکومت په رأس کي د یوه مهم مشر موجودیت ته هم اړتیا لیدل کیږي. دوی زیاتوي چي نور له ...

Read More »

کندوزیان: دکاسا زر پروژه مو سره کرښه ده

رپوټ: نورګل اندړوال کاسا زر پروژه چي تړون یي وړاندي د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ لاس لیک سوی وو، اوس یي دپلان جوړوني چاري په شمال ختیځ زون کي بشپړي سوي. دکندوز برېښنا شرکت رئیس حاجی محمد مهمند وایي، چي دکاسا زر پروژې پلان ګذاري چاري یې بشپړي او په نږدې راتلونکي کي به د افغانستان  په اتو ولایتونو کی عمل ...

Read More »

په هلمند کي د هندواڼو او خټکیو پالېزونو ښه حاصلات ورکړي، خو بازار نه ورته لري

د هلمند ولايت کروندګر وايي چي له تېرو ورښتونو سره د هندواڼو او خټکيو پالېزونو ښه حاصلات ورکړي خو زیاتوي چي بازار ورته نه لري. د دغه ولايت د کرهڼي رياست مسئولين وايي، چي د هلمند پر پنځه زره هکټاره مځکه هندواڼې او خټکي کرل سوي. چي تر اوسه ٥٢ زره ټنه د هنډواڼو او ٦٩ زره ټنه د خټکيو ...

Read More »

په کندهار کي د يو خصوصي انسټيټيوټ څخه ۲۵۰ تنه محصلان فارغه سول

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي دوه خصوصي روغتيايي انسټيټيوټه سته، چي هر کال په سلګونه کسان د روغتيا په برخه کي د نيمه عالي تحصلاتو څخه فارغه کوي. دوشنبه هم د البلال په نوم د يوه شخصي انستيتيوټ څخه ۲۵۰ تنه چي ۵۰ يې ښځي او ۲۰۰ يې نارينه وه، له پنځو روغتيا يې برخو څخه فارغ سول. د ...

Read More »

په هلمند کي د بیرغ ملي ورځ ولمانځل سوه

رپوټ: جواد داوري که څه هم د بیرغ ملي ورځ یوازي په لښکرګاه ښار کي ولمانځل سوه، ویل کیږي په ګرشک او ناوې ولسوالیو کي هم تدابیر نیول سوي وه، خو هلته کم رنګه وه. د لښکرګاه ښار اوسېدونکو او ټرانسپورټ ریاست پر موټرونو ملي بیرغان را ځوړند کړي وه او د لښکرګاه په لارو او کوڅو کي یې تګ ...

Read More »

په ۲۰۱۹م کي تر دې مهاله (۱۳۰۰) ملکي وګړي وژل سوي او (۲۴۶۶) ټپيان سوي دي

د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کي چي نن خپور سوی، راغلي چي د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کي څه باندې ۱۳۰۰ ملکي وګړي وژل سوي او ۲۴۶۶ نور ټپیان سوي دي. د ملګرو ملتونو په راپور کي راغلي، د ۲۰۱۹ کال په دوهمه ربعه کي د لومړنۍ ربعې په مقایسه په افغانستان کي ملکي تلفات ...

Read More »

په کندهار کي پرون دوه امریکايي عسکر وژل سوي دي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د دغو عسکرو د وژل کيدو تائید کړی، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي. د خبر له مخي، پر دغو امریکايي عسکرو بریدګر چي ویل کيږي افغان سرتېری وو، په ځوابي ډزو کي ټپي او نیول سوی دئ. دا امریکايي عسکر داسي وخت وژل سوي، چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک ...

Read More »