په ۲۰۱۹م کي تر دې مهاله (۱۳۰۰) ملکي وګړي وژل سوي او (۲۴۶۶) ټپيان سوي دي

د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کي چي نن خپور سوی، راغلي چي د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کي څه باندې ۱۳۰۰ ملکي وګړي وژل سوي او ۲۴۶۶ نور ټپیان سوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کي راغلي، د ۲۰۱۹ کال په دوهمه ربعه کي د لومړنۍ ربعې په مقایسه په افغانستان کي ملکي تلفات ۲۷ فیصده لوړ سوي دي.

دغه اعلامیه د ملکي تلفاتو ۵۲ سلنه یې طالبانو او نورو تندلارو ډلو ته منسوبوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوناما په اعلامیې کي یو ځل بیا د جګړې پر ښکيلو خواوو ږغ کړی، چي ملکي تلفات ودروي.

دا شمېرې داسي مهال ورکړل سوي، چي واشنګټن تر سپټمبر پوري یعني د افغانستان تر ولسمشریزو انتخاباتو دمخه له وسله والو طالبانو سره د سولي تفاهم د ترلاسه کېدو تمه ښیي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...