د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د دغو عسکرو د وژل کيدو تائید کړی، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
د خبر له مخي، پر دغو امریکايي عسکرو بریدګر چي ویل کيږي افغان سرتېری وو، په ځوابي ډزو کي ټپي او نیول سوی دئ.
دا امریکايي عسکر داسي وخت وژل سوي، چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون ویلي وه، چي ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا د ۲۰۲۰ کال تر انتخاباتو دمخه له افغانستانه د بهرنیو محاربو ځواکونو کمښت غواړي.
هغه وايي، ډونالد ټرمپ واضح کړې، چي د بې پایه جګړو ختمېدل او د عسکرو کمښت غواړي.
امریکا په افغانستان کي څوارلس زره سرتېري لري، چي تر ډېره د ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کي د نورو بهرنیو ځواکونو سره په ګډه د افغان پوځیانو په روزنه او ملاتړ بوخت دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون