رپوټ: جواد داوري
که څه هم د بیرغ ملي ورځ یوازي په لښکرګاه ښار کي ولمانځل سوه، ویل کیږي په ګرشک او ناوې ولسوالیو کي هم تدابیر نیول سوي وه، خو هلته کم رنګه وه.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکو او ټرانسپورټ ریاست پر موټرونو ملي بیرغان را ځوړند کړي وه او د لښکرګاه په لارو او کوڅو کي یې تګ کاوه.
د لښکرګاه مېشت اوسېدونکي وايي د بیرغ ورځ له لمانځلو يې هدف د ټولو قومونو یووالي او اتحاد دئ تر څو په هیواد کي د روانو جګړو پایله په سوله وسي.
دوی وویل ولسونه د بيرغ ملي ورځ په پراخ ګډون، ولولو، شور او د ملي بيرغونو په رپولو سره لمانځي، ترڅو نړيوالو ته د افغان ملت د يووالي او له ملي مسائلو په ننګه تصوير ورکول سي.
هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين د يو شمېر ادارو د مسئولينو په ملتيا د موټريز کاروان له يوې برخي سره يو ځای سو، له ټولو ګډونوالو يې مننه او قدرداني وکړه، چي په دې ملي مسئله کي يې فعاله ونډه واخيسته.
د اسد میاشتي اوومه نېټه په هیواد کي د بیرغ د ملي ورځي په نوم نومول سوې ده.
په هلمند کي د دې ورځي د لمانځني له پاره پراخ تدابیر سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون