رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي دوه خصوصي روغتيايي انسټيټيوټه سته، چي هر کال په سلګونه کسان د روغتيا په برخه کي د نيمه عالي تحصلاتو څخه فارغه کوي.
دوشنبه هم د البلال په نوم د يوه شخصي انستيتيوټ څخه ۲۵۰ تنه چي ۵۰ يې ښځي او ۲۰۰ يې نارينه وه، له پنځو روغتيا يې برخو څخه فارغ سول.
د دغه انسټيټيوټ رئیس ذبیح الله فیضي وايي، ياد کسان د عالي قابله ګي، عالي نرسينګ، پارميسي، طبي لابراتوار او د غاښو د پروتيز څانګي څخه فارغه سوي دي.
دغه راز د کندهار والي حيات الله حيات وايي، دغه کسان کولای سي، چي هيواد له نړۍ سره سيال کړي.
د ده په خبره، اوس د دې وخت نه دئ، چي افغانستان په توره او توپک وګټل سي، بلکي بايد په علم او پوهي وګټل سي.
والي وايي، کندهار د افغانستان سياسي زړه دئ خو په هغه ډول چي ښايي کار نه دئ ورته سوی.
بلخوا د کندهار د عامي روغتيا رئیس عبدالقيوم پخلا وويل، افغانستان يو غريب هيواد دئ، د روغتيا په برخه کي ټول فعاليتونه د بهرنيو هيوادونو په مرسته کي کيږي.
دی وايي، په تيرو نوولس کلنو کي په هيواد کي د روغتيا په برخه کي د پام وړ پر مختګونه راغلي دي.
د پخلا په خبره اوس په هر روغتيايي مرکز کي د هري برخي ډاکټران سته، خو د بودجې نه درلودل، د دې لامل سوی، چي د دوی کارونه د خنډ سره مخ کړي.
که څه هم په کندهار کي هر کال ډېر کسان له لوړو او نيمه لوړو عالي تحصلاتو څخه د فراغت سند تر لاسه کوي، خو اکثرو ته یې دندي نه پیدا کيږي.
فارغان شکايت کوي، چي دوی ته کار په لياقت نه پیدا کيږي، يوازي د واسطې په زور دنده تر لاسه کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون