راپورونه

طالبانو سره صلیب نړیوالي کمېټې ته یو وار بیا په افغانستان کي د فعالیت اجازه ورکړه

طالبان وايي چي د سره صليب نړيوالي کميټې ته یې يو ځل بيا په افغانستان کي د فعاليت اجازه ورکړې ده. طالبانو څو مياشتي دمخه د ځينو ملحوظاتو له امله د دې کمېټې پر فعاليتونو بنديز لګولى وو. د طالبانو له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دوى د سره صليب نړيوالي کمېټې د فعاليتونو د څرنګوالي ...

Read More »

ډونالډ ټرمپ: په کابل کي وروستی برید د طالبانو ستره تېروتنه وه

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چي په کابل کي وروستی بريد د طالبانو ستره تېروتنه وه. د رواني مياشتي پر ١٤مه د کابل ښار د نهمي امنيتي حوزي اړوند دشش درک پر سړک د یوه ټونس موټربم په وسيله ځانمرګى بريد وسو، چي د يوه امريکايي په ګډون د ناټو دوه سرتيري او ١٠ افغانان ووژل سول. ...

Read More »

سږ کال به په انتخاباتو کي (۴۳۱) مرکزونه د نا امنۍ له امله تړلي وي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسون ویلي، په ځينو سیمو کي چي امنیتي وضعیت ډېر بد دئ، انتخاباتي مرکزونه به تړلي پاته سي. پروسږ کال غزنی په بشپړ ډول د ولسي جرګي له ټاکنو پاته سو، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ویاند وویل چي دا وار به هيڅ ولایت بشپړ له انتخاباتو نه پاته کيږي. د کمېسيون ویاند وايي، ...

Read More »

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ کي په یوه داخلي برید کي یوولس پولیس وژل سوي دي

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کي په یوه داخلي برید کي یوولس پولیس وژل سوي دي. پېښه برايي ماخستن د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په داماني سیمه کي د پوليسو په یوه مرکز کي رامنځته سوې ده. د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارګزي د پيښي تائید کوي، خو زیاتوي چي په اړه به يې جزئیات وروسته ورکړي. خو ...

Read More »

د امريکا له خوا د سولي خبرو له درېدو وروسته د طالبانو د قطر دفتر پلاوي روسيې او چين ته تللي دي

د امريکا له خوا د سولي خبرو له درېدو وروسته د طالبانو د قطر دفتر دوه پلاوي روسيې او چين ته تللي دي. راپورونه وايي، چي طالب پلاوي د ټرمپ له پرېکړي وروسته پر رامنځته سوو حالاتو د روسيې او چين له چارواکو سره سلا مشورې کوي. که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د کومي خبرپاڼي له ...

Read More »

سټولټنبرګ: افغان ځواکونه داسي پیاوړي کوو چي د نړیوالو ترهګرو مقابله وکړای سي

د ناټو سرمنشي وايي، افغان ځواکونه داسي پياوړي کوو چي د نړيوالو ترهګرو مقابله وکړاى سي او خپل هيواد ته سوله او ثبات رامنځته کړي. د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندوني پر امريکا د ١١ سپټېمبر د بريدونو په ياد غونډه کي وکړي. د ناټو سرمنشي وايي، د ١١ سپټېمبر په سهار په داسي حال کي چي خلګ خپلو ...

Read More »

ډونالډ ټرمپ یو وار بیا طالبانو ته اخطار ورکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ چي پر ضد به یې بریدونو ته ادامه ورکوي. دامریکا ږغ د راپور له مخي، ټرمپ د سپټېمبر د یوولسمي په بریدونو کي د وژل سوو کسانو د یاد په مراسمو کي وویل، دوی څو ورځي دمخه د سولي خبري پلان کړي وې، خو کله چي خبر ...

Read More »

افغان پوځیانو د ترینکوټ اړوند مهراباد سیمه د عملیاتو پر مهال نيولې ده

رپوټ: اجمل وصال د روزګان په دښتو کي نظامي زغروال تر کلونو وروسته په داسي حال کي تګ راتګ کوي، چي تازه د وسله والو طالبانو څخه د پوځي عملیاتو پرمهال نیول سوې ده. پوځیانو د ترینکوټ اړوند مهراباد جګي هدیرې سیمه څلور ورځي دمخه د عملیاتو پرمهال ونیول. د ولایت امنیه قوماندان سمونوال خطاب خنجري وایي، په یادو عملیاتو ...

Read More »

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون: بهرنی ځواکونه باید د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کميسیون وايي، پلټنو یي موندلي چي په میدان وردګو کي د تيري یکشنبې په شپه په هوايي برید کي ټول وژل سوي کسان ولسي وګړي وه. په دغه برید کي اوه کسان وژل سوي وه چي د کمېسیون په وینا، ټول د یوې کورنۍ غړي وه او له یوې مېلمستیا د ستنېدو پرمهال یي موټر ...

Read More »

تدامېچي: په افغانستان کي د رواني جګړې د ختمولو له پاره باید افغان حکومت او طالبان خبري وکړي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشر تدامیچي یاماموتو وايي، په افغانستان کي د رواني جګړې د پایته رسولو له پاره باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبري پیل سي. تدامیچي یاماموتو پرون په نیویارک کي د ملګرو ملتونو په عمومي دفتر کي د افغانستان په اړه د خپل کلني راپور د وړاندي کولو ...

Read More »