د لاري د بندېدو له امله د کندهار په شمالي برخه کي د ترینکوټ د ټرانسپورتي اتحادیو په تم ځای کي سلګونه موټران د لاري خلاصون ته منتظر دي. د روزګان پر لویه لار د ټرانسپورتي اتحادیو مسئولین وايي، چي د وسله والو طالبانو له لوري يي یو اخطاریه لیک ورکول سوی دئ، چي د لاري پر سر د ماینونو ...
Read More »په اسلام اباد کي د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر بېلابیلو مسایلو بحث کوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، نن په اسلام اباد کي د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سولي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون پر بېلابيلو مسایلو خبري کوي. د دغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي، دغه ناسته د درو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د خبرو درېیم ...
Read More »د امریکا د متحده ایالتونو کانګرس د افغان سولي په برخه کي له زلمي خلیلزاد څخه توضیحات غوښتي دي
د امريکا د متحده ايالتونو کانګرس د افغان سولي په برخه کي د دغه هيواد له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څخه د توضحياتو غوښتنه کړې ده. د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټي له زلمي خلیلزاده غوښتي چي له طالبانو سره د سولي هوکړه لیک په اړه دي په یوې علني غونډه کي د کانګرس غړو ته توضیحات ورکړي. د دې ...
Read More »په قطر کي سکاټ میلر، زلمي خلیلزاد او د طالبانو مرکچي پلاوي سره لیدلي دي
په قطر کي د طالبانو مرکچي پلاوي د افغانستان د سولي له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کي د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ ميلر او د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي. په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، چي طالب استازو د ملا برادر په ...
Read More »په لومړي ځل د افغانستان انګور د ايران د چابهار بندر له لاري هندوستان ته صادر سول
د لومړي ځل لپاره د افغانستان انګور د ايران د چابهار بندر له لاري هندوستان ته صادر سول. د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وايي، چي د صادراتو دغه نوې تجربه بریالۍ وه او وايي، انګور په ښه توګه د هند تر ممبی ښاره ورسېدل او په ښه بیه وپلورل سول. نوموړی دغه چاره د صادراتو په ...
Read More »په روزګان کي یو ښوونځی په یو میلیون افغانۍ جوړ سو
رپوټ: اجمل وصال د مرکز ترینکوټ اړوند د سرشخلو دغه ابتدایه ښوونځی څه باندي دوه کاله دمخه هغه مهال د جګړي پرمهال ویجاړه او پکښي موجود زده کوونکي کورناستي سوه، چي طالبانو دغه سیمه ونیوله. اوس د یاد ښوونځي د بیا ترمیم له پاره د (NRC) په نوم یوې همکاري موسسې یو میلیون افغانۍ مصرف کړي، تر څو بیاځلي ښوونځی ...
Read More »ننګرهار والي: په ننګرهار کي د ملي امنیت (۰۲) قطعې څلور ملکي وګړي وژلي دي
د ننګرهار ولايت مقام وايي چي د ملي امنیت ٠٢ قطعي په جلال اباد ښار کي څلور ملکي وګړي چي ټول وروڼه وو، په شپني عملياتو کي وژلي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، چي دغه عمليات برايي د جلال اباد ښار د څلورمي ناحيي په مربوطاتو کي سوي دي. هغه زياته کړه چي په عملياتو کي ...
Read More »ټایمز مجله: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د سولي موافقه نه لاسلیکوي
ټایمز مجله د افغان او اروپایي چارواکو له قوله لیکي چي د امریکا د بهرنو چارو وزیر د طالبانو سره د سولي موافقه نه لاسلیکوي. امریکایي رسنۍ ټایمز مجله د ځینو امریکایي او افغان چارواکو له قوله (چي نومونه یې نه دي څرګند سوي) لیکي، چي په داسي حال کي چي امریکا د طالبانو سره سولي ته نژدې سوې ده، ...
Read More »د تورخم لار یو ځل بیا څلورویشت ساعته پرانیستل سوه
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، وروسته له هغه چي پر تورخم دروازه د ٢٤ ساعته تګ راتګ زمينه برابره سوه، شاوخوا زرو لاريو تګ راتګ کړی دئ. دوی وايي، د تيرو څلورويشت ساعتونو په جريان کي نږدې پنځه سوه لارۍ له دې غاړي او په همدغه شمېر له ها غاړي راغلي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، ...
Read More »امریکايي ډيپلوماټان: امریکا له حقیقي سولي دمخه له افغانستانه نه وځي
نهو پخوانيو امریکايي سفیرانو او لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی، چي که امریکا په افغانستان کي له طالبانو سره له یو داسي “حقیقي” جوړجاړي دمخه چي افغان حکومت هم پکښي دخیل وي، خپل سرتېري له دې هيواده وباسي افغانستان به یوې بشپړي کورنۍ جګړې سره مخ سي. دوی د امریکا له حکومت څخه غوښتي چي له افغانستانه د سرتيرو په ایستلو ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون