د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، نن په اسلام اباد کي د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سولي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون پر بېلابيلو مسایلو خبري کوي.
د دغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي، دغه ناسته د درو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو دئ.
دی وایي، نن به پر ډيرو مسایلو بحث وسي چي عمده موضوعات یې د سیاسي اړیکو پیاوړتیا، د افغانستان د سولي له بهیر سره مرسته، د ترهګرۍ پروړاندي مبارزه، امنیتي همکارۍ او سیمه ایز اتصال دئ.
د دې درو وزیرانو ترمنځ د نن ورځي ناستي مشري به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کوي.
د دغو درې اړخیزو خبرو لومړی پړاو په ۲۰۱۷م کال کي د چین په مرکز پیکنګ او دوهم پړاو یې پروسږکال په کابل کي سوی وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون