د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله د روزګان و کندهار تر مینځ لار بنده سوې ده

د لاري د بندېدو له امله د کندهار په شمالي برخه کي د ترینکوټ د ټرانسپورتي اتحادیو په تم ځای کي سلګونه موټران د لاري خلاصون ته منتظر دي.

د روزګان پر لویه لار د ټرانسپورتي اتحادیو مسئولین وايي، چي د وسله والو طالبانو له لوري يي یو اخطاریه لیک ورکول سوی دئ، چي د لاري پر سر د ماینونو د ګواښونو او امنیتي ېيښو له کبله د تګ راتګ پر مهال مسئولیت دوی ته پکښي راجع سوی دئ.

بل خوا د کندهار او روزګان ولایتونو امنیتي مقامات هم پر یاده لار ستونزي مني، خو وايي چي د حل له پاره به يې ژر اقدام وکړي.

د روزګان امنیه قومندان وایي، چي افغان امنیتي ځواکونو په ګډه د روزګان – کندهار د لويي لاري د امنیت له پاره نوي تدابیر نیولي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...