رپوټ: مهتمم صالح
که څه هم په بیا بیا کندهار ښاریانو شکايت کړی چي په ښار کي ډېری سړکونه کنډ او کپر دي، خو ښاروالۍ تر اوسه هم ياد سړکونه نه دي جوړ کړي.
کندهار ښاريان وايي، د دوهمي امنيتي حوزې اړوند د هندو چوک څخه تر جامع عمر پوري سړک ډېر کنډ و کپر سوی او ورځ تر بلي خرابیږي.
دوی وايي، پر ياد سړک لوی بار وړنکي موټران هم تېريږي، خو د جوړېدو له پاره يې کار نه کيږي.
د دوی په خبره ښاروالي دي لویو موټرانو ته بای پاس جوړکړي.
ښاريان زیاتوي، د سړک د دوړو له امله دوی په تنفسي ناروغيو اخته سوي دي.
بلخوا کندهار ښاروال محمد رفيع حيات بیا وايي، تر هغه چي شمالي يا جنوبي بای پاس نه وي، جوړ سوی، ښاروالي نه سی کولای چي پر ياد سړک مصرف وکړي، ځکه دغه سړک د کوچنيو موټرانو د تګ را تګ له پاره دئ او که چيري لوی موټران تګ راتګ پر وکړي، ښايي بیا هم کنډ و کپر سي.
دی وايي، د شمالي او جنوبي بای پاس جوړول د فوايد عامې رياست کار دئ او فوايد عامه رياست دي ښار ته د ننوتونکو موټرونو وزن ته پاملرنه وکړي.
ښاروال زیاتوي، په ښار کي د نورو سړکونه د پینه کارۍ کارونه به ډېر ژر پيل سي او هغه سړکونه به ورغول سي، چي لوی موټرونه ورباندي تګ را تګ نه کوي.
ښاغلی حیات وايي، په راتلونکو څو ورځو کي به د حبيبي واټ د شرق طرف د سړک چاري بشپړي سي.
دی زياتوي، د بای پاس سړک ډېر مهم دئ، چي باید جوړ کړل سي، خو د ښار څلور لوی پروژې چي د میرویس مېني، ميربازار، بای پاس او حاجي عزيز سړکونه دي، د نړوال بانک له خوا جوړيږي او کارونه به يې په راتلونکو دوو مياشتو کي پیل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون