د امريکا د متحده ايالتونو کانګرس د افغان سولي په برخه کي د دغه هيواد له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څخه د توضحياتو غوښتنه کړې ده.
د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټي له زلمي خلیلزاده غوښتي چي له طالبانو سره د سولي هوکړه لیک په اړه دي په یوې علني غونډه کي د کانګرس غړو ته توضیحات ورکړي.
د دې کمېټي رئیس (ایلیوټ ايل انجل) د امریکا له بهرنیو چارو وزارته غوښتي چي نور دي خلیلزاد د قطر غونډي ته نه ليږي او دغه راز دي له طالبانو سره د سولي هوکړه لیک په اړه دي جزئیاتو پټول بند کړي.
په دې وروستیو کي زلمي خلیلزاد ویلي وه، چي د دغه هوکړه لیک متن نهایي سوی او د ولسمشر ټرمپ له امضاء وروسته به پلی سي.
په هغه لیک کي چي د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټي د رئيس له لوري زلمي خلیلزاد ته لېږل سوى، پکښي راغلي چي د افغانستان او امریکا خلګ حق لري چي د دغه هوکړه لیک په اړه پوه سي.
د کانګرس ترڅنګ د امریکا د کورني سیاست په ګڼو کړیو کي له طالبانو سره د هوکړه لیک جزئیاتو نه خپرولو پر سر ګڼ انتقادونه سوي دي.
تېره اوونۍ هم د امریکا د استازو جرګې درو غړو په یو لیک کي د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو څخه غوښتي وه، چي له طالبانو سره د توافق متن هغوی ته ور وسپاري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون