په قطر کي د طالبانو مرکچي پلاوي د افغانستان د سولي له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کي د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ ميلر او د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي.
په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، چي طالب استازو د ملا برادر په مشرۍ له دغو امریکايي او قطري چارواکو سره د شپې تر دوو نیمو بجو خبري کړي.
ښاغلي شاهین ویلي چي خبري ښې وې او د افغانستان د سولي د خبرو په تړاو پرمختګ پکښي سوی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
ښاغلی خلیلزاد چي له طالبانو سره د سوي هوکړي د جزئیاتو د شریکولو له پاره د تيري یکشنبې په ورځ ناوخته کابل ته راغلی وو، له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله سره تر لیدلو او خبرو وروسته د پنجشنبې په ورځ بيرته قطر ته ولاړی.
د افغانستان د سولي له پاره د امریکا ځانګړی استازی داسي مهال بیا له طالب استازو سره ویني، چي د افغانستان حکومت د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د سوي توافق پر پایلو اندېښنه وښوده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون