په لومړي ځل د افغانستان انګور د ايران د چابهار بندر له لاري هندوستان ته صادر سول

د لومړي ځل لپاره د افغانستان انګور د ايران د چابهار بندر له لاري هندوستان ته صادر سول.

د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وايي، چي د صادراتو دغه نوې تجربه بریالۍ وه او وايي، انګور په ښه توګه د هند تر ممبی ښاره ورسېدل او په ښه بیه وپلورل سول.

نوموړی دغه چاره د صادراتو په برخه کي لوی پرمختګ بولي او وايي، یو هيواد چي هر څومره ډيري لاري ولري، هومره اسانتیاوي ډيري وي.

هغه زياته کړه، د چابهار بندر ښېګڼه دا ده چي صادرات او واردات دواړه پرې کيږي او د دې ترڅنګ سوداګر ميوې او خپل نور محصولات یوازي هند ته نه، بلکي له دې لاري نورو هيوادونو ته هم صادرولای سي.

د ده په خبره، له دې دمخه د صادراتو په برخه کي یوازي د پاکستان پر لاري تکیه کېده، چي ډېر مهال دغه لاره تړل کېده او سوداګرو ته یې درانه زیانونه اړول.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...