راپورونه

د ګرین ویلیج په حمله کي د رومانیا یو ډیپلوماټ وژل سوی او بل ټپي دئ

د رومانيا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چي د کابل په وروستي بريد کي يي يو ډیپلومات وژل سوى او بل سخت ټپي دى. دغه بريد وړمه شپه شاوخوا لس بجي د کابل ښار د نهمي امنيتي حوزي اړوند، د قابلباى په سيمه کي پر ګرين ويلیج کمپ وسو. په دغه کمپ کي د يو شمېر هيوادونو د سفارتونو ...

Read More »

د روزګان امنیتي مقامات: پر خاص روزګان ولسوالۍ مو د وسله والو برید پر شا تمبولی

د روزګان امنیتي مقامات وايي چي پر خاص روزګان ولسوالۍ يي د وسله والو برید پر شا تمبولی. د نوموړي ولسوالۍ د مرکز د سقوط له پاره وسله والو برید کوونکو طالبانو ډله ییزبریدونه پيل کړه چي د نن سهار تر ناوخته پوري يې دوام در لود. د روزګان امنیه قومندان سمونوال محمدخطاب خنجري وايي، چي افغان قواوو د وسله ...

Read More »

د عینو مېني پینځه دروازې د افغانستان د نورو ولایتونو په نامه نومول سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي پخوا هم د ښار ځيني دروازې د افغانستان د لویو ولایتونو په نامه وې، چي مشهوره يې کابل او هرات دراوزې دي. اوس په دغه ولايت کي د عينو مېني پنځه دروازې هم د افغانستان د ولايتونو په نامه نومول سوي دي. په کندهار کي د افکو نړيوالي کمپنۍ اداري مدير رحمت الله دلسوز ...

Read More »

زلمی خلیلزاد تائیدوي چي واشنګټن له طالبانو سره موافقې ته رسېدلی دئ

د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تائیدوي چي واشنګټن په اصولو کي له طالبانو سره موافقې ته رسېدلی دئ او تر موافقي وروسته به طالبان د هغه ‌‌‌‌‌‌ډلو په مقابل کي جګړه کوي چي د امریکا او متحدینو امنیت ته ګواښ رامنځته کوي. خلیلزاد ویلي، چي د دغي هوکړي پر بنسټ به په لومړي پړاو ...

Read More »

د کابل د تيري شپې په بريد کي ۱۶ کسان وژل سوي او ۱۱۹ ټپیان دي

د کابل ښار په قابلباى سيمه کي پر ګرېن ويليج کمپ د تيري شپې بريد کي ١٦ کسان وژل سوي، ١١٩ نور ټپيان دي او اوس سلګونو خلکو په دې سيمه کي لاريون پيل کړى دئ. دغه بريد د شپي  پر نهه بجي او ٥٥ دقیقې د نهمي امنيتي حوزې اړوند د (پل چرخي) پر سړک د “ګرين ويليج” له ...

Read More »

توریالی محبوبي: د ژورو څاهانو کیندل د اوبو له پاره تر ټولو لوی خطر دئ

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د ارغنداب رود سینديزي حوزې رئیس توریالی محبوبي وايي، په دغه ولایت کي د ژورو څاهانو کيندل او له هغه څخه د ډېرو اوبو رايستل د مځکي د اوبو له پاره تر ټولو لوی خطر دئ. ده په ولايت مقام کي د يوه خبری کنفرانس پر مهال وويل، د مځکی دغه اوبه چي را و ...

Read More »

د محرم په میاشت کي دشیعه ګانو د تکیه خانو او عبادت ځایونو امنیت نیول سوی دئ

د کورنیو چارو وزارت په محرم میاشت کي د شیعه ګانو د تکیه خانو او عبادت ځایونو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چي دوی په دې اړه خپل چمتووالی لري او د مراسمو پر مهال به هيڅ ډول امنیتي ستونزه رامنځته نه سي. د دغه وزارت د ویاند مرستیالي ویلي، د ...

Read More »

په پروان کي سېلابونو ډېر تاوانونه رسولي دي

په پروان کي د سيلابونو له امله يو کس ورک سوی، درې ژوبل دي، شاوخوا دوه سوه کورونه زيانمن سوي او د سالنګ لار بنده سوې ده. د پروان د جبل السراج ولسوال وایي چي نن سهار شاوخوا څلور نيمي بجې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راغلل. د هغه د معلوماتو له مخي، سېلاب د جبل السراج په تاجکانو ...

Read More »

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني سره ولیدل

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د افغان سولي له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد برايي ماخستن له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل. د ولسمشر غني د ویاند مرستیالي درانۍ وزیري ویلي، چي خلیلزاد پرون ناوخته له دوحې څخه کابل ته له رسېدو وروسته له ولسمشر غني سره په ارګ کي وکتل. اغلي وزیري ...

Read More »

ټاکنو کمېسیون: تر اوسه يوازي درو د ټاکنيزو کمپاينونو دفترونو رسمي مکتونونه را استولي دي

رپوټ: مهتمم صالح ولسمشریزو ټاکنو ته تر يوې مياشتي لږ ورځي پاته دي، خو په کندهار کي د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو ټاکنيز کمپاينونه ډېر پیکه دي. د کندهار د ټاکنو کمیېسیون سیمه ایز دفتر رئیس ايمل عبدالله وايي، دوی ته تر اوسه د اشرف غني، ګلبدين حکمتيار او سید نور جليلي ټېمونو رسمي مکتوبونه استولي دي. د ایمل عبدالله ...

Read More »