په پروان کي د سيلابونو له امله يو کس ورک سوی، درې ژوبل دي، شاوخوا دوه سوه کورونه زيانمن سوي او د سالنګ لار بنده سوې ده.
د پروان د جبل السراج ولسوال وایي چي نن سهار شاوخوا څلور نيمي بجې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راغلل.
د هغه د معلوماتو له مخي، سېلاب د جبل السراج په تاجکانو سيمه کي يو پُل نړولى او د سويلي سالنګ په ځينو سيمو کي يې سړک هم خراب کړی دئ.
دى وايي چي له دې امله د سالنګ لويه لار بنده سوې ده.
دغه راز ده وويل چي سېلاب په تاجکانو کي يو هوټل هم تخريب کړی، یو کس ورک دئ او پنځه موټره هم اوبو وړي دي.
د هغه په وينا، سېلابونو د يادي ولسوالۍ په ګلبهار سيمه کي شاوخوا دوه سوه کورونه هم زيانمن کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون