د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د افغان سولي له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد برايي ماخستن له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.
د ولسمشر غني د ویاند مرستیالي درانۍ وزیري ویلي، چي خلیلزاد پرون ناوخته له دوحې څخه کابل ته له رسېدو وروسته له ولسمشر غني سره په ارګ کي وکتل.
اغلي وزیري که څه هم په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو ښاغلي خلیلزاد پرون ویلي وه، چي د سولي په اړه وروستي جزئیات به له افغان چارواکو سره شریک کړي.
ارګ وايي، ټاکل سوې د نن ورځي په اوږدو کي د یادي لیدني په اړه پوره معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
په دوحه کي د افغان سولي په اړه د امریکايي او طالب استازو مذاکرات وړمه شپه پای ته ورسېدل.
زلمي خلیلزاد د یادو مذاکراتو تر پایته رسېدو وروسته وویل، چي دواړي خواوي د داسي توافق په درشل کي دي، چي تاوتریخوالی به ورسره راکم سي او یوې تلپاتي سولي ته د رسېدو له پاره به د خبرو زمینه برابره کړي.
دواړو لورو تر دې دمخه خوشبیني ښودلې وه، چي په نهم دور مذاکراتو کي وروستۍ نتیجې ته ورسيږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون