د کورنیو چارو وزارت په محرم میاشت کي د شیعه ګانو د تکیه خانو او عبادت ځایونو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چي دوی په دې اړه خپل چمتووالی لري او د مراسمو پر مهال به هيڅ ډول امنیتي ستونزه رامنځته نه سي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیالي ویلي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د محرم میاشتي په رارسېدلو سره د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي، چي په دغو لسو ورځو کي د جوماتونو او تکیه خانو د امنیت د ټینګښت له پاره ځانګړي او جدي امنیتي تدابیر لري او کومه ستونزه به رامنځته نه سي.
دا وايي، چي له محرم میاشتي پرته هم د کورنیو چارو وزارت د شیعه ګانو د راټولېدو د ځایونو د خوندیتوب له پاره چي ډېر ځله له امنیتي ستونزو سره مخ سوي، امنیتي ځواکونه ګمارلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون