رپوټ: مهتمم صالح
د کندهار د ارغنداب رود سینديزي حوزې رئیس توریالی محبوبي وايي، په دغه ولایت کي د ژورو څاهانو کيندل او له هغه څخه د ډېرو اوبو رايستل د مځکي د اوبو له پاره تر ټولو لوی خطر دئ.
ده په ولايت مقام کي د يوه خبری کنفرانس پر مهال وويل، د مځکی دغه اوبه چي را و ایستل سي، بیا مځکه خپلي اوبه نسي پوره کولای، چي اوس د کندهار په بېلابیلو سيمو کي په هر کال کي د اوبو ګل له څلورو څخه تر شپږو مترو کښته کيږي، چی شايد څو کاله وروسته خلګ د اوبو له سخت کمښت سره مخ سي.
دی وايي، دا مهال په دغه ولايت کي شاوخوا ۷۵۰۰ ژورڅاهان کیندل سوي دي، چي د لمريزي برېښنا او ډېزلي واټر پمپونو په واسطه ټوله ورځ او حتی د شپې هم اوبه ور څخه را ایستل کيږي.
دغه راز په کنفرانس کي د کندهار ولايت د کرهڼي رئیس حافظ الله سعيدي وویل، دوی په یاد ولایت کي پر ۱۵۰۰ جریبه مځکه د بېلابیلو مېوو باغونه کرلي دي.
دغه راز ده وويل، دوی هڅه کوي، چي کرهڼي تر څنګ په مالدارۍ کي هم د خلګو سره مرسته وکړي، چي دلته يې د ماهیانو او چرګانو زيات شمېر فارمونه جوړ کړي دي.
ده وویل، دوی په هرو پنځلسو ورځو کي د نباتي او حيواني درملو د خرڅوونکو سره ګډه غوڼده نيسي، تر څو د دغه درملو کيفيت ته پاملرنه وکړي.
بلخوا په دغه کنفرانس کي د کندهار د کليو پراختيا او بیا رغوني ریاست مرستيال انجينر حميدالله سلطاني وويل، د کندهار په بېلابیلو ولسوالیو کي د دوی د ریاست له خوا د ۴۸ ښوونځيو د جوړېدو کار روان دئ.
ده دغه پوښتني ته چي ويل د ارغنداب رود استنادي دېوال دومره ژر ونړېدی په ځواب کي وويل، ډېر کسان د رود څخه ريګ وړي، چي هغه لوړي او ژوري د اوبو سرعت ډېر کړی دئ او دغه راز د دېوال په واسطه اوبه راټولي سوي، چي هغه یې هم سرعت ډېر کړی دئ.
ډېر وخت خلګ شکایت کوي، چي کله له پاکستان څخه د چرګ غوښي بندي سي، نو دلته د غوښو بيي لوړيږي، چي د کرهڼي رئیس وويل، په کندهار کي تر ۵۰۰ زيات د چرګانو فارمونه سته، چي کولای سي څو نورو ولایتونو ته هم غوښي ورکړي او دوی هڅه کوي، چي د نورو هیوادونو غوښی بندي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون