د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تائیدوي چي واشنګټن په اصولو کي له طالبانو سره موافقې ته رسېدلی دئ او تر موافقي وروسته به طالبان د هغه ډلو په مقابل کي جګړه کوي چي د امریکا او متحدینو امنیت ته ګواښ رامنځته کوي.
خلیلزاد ویلي، چي د دغي هوکړي پر بنسټ به په لومړي پړاو کي کابو پنځه زره امریکايي سرتېري له پنځو اډو ووزي، او د دغي هوکړي پر بنسټ به په لومړي ګام کي په پروان او کابل ولایتونو کي تاوتریخوالی کم سي.
هغه زیاتوي، په دې هکله چي دا هوکړه به چيري او په کومه کچه د دواړو لورو د استازو له خوا لاسلیک سي، دامریکا ولسمشر ټرمپ به یې په اړه وروستۍ پرېکړه کوي.
خلیلزاد وايي، له طالبانو سره د امریکا د سولي د موافقې له مخي له څوارلس زره امریکايي پوځیانو څخه به پنځه زره په لومړي پړاو کي په افغانستان کي له پنځو اډو څخه ووځي او طالبان به په لومړي ګام کي په کابل او پروان ولایتونو کي تاوتریخوالی کموي.
دغه لوړپوړی امریکايي ډیپلوماټ د افغانانو ترمنځ پر خبرو ټینګار کوي، خو وايي په زور سره د اسلامي امارت راستنېدل د منلو وړ نه دي.
هغه په ډاګه کړه، که چيري هڅه وسي چي د یوه لور نظرونه په نورو په زور ومنل سي، پایله به یي جګړه وي.
نوموړي طالبانو سره د هوکړي په اړه وویل، چي په جزئیاتو سره یې له افغان چارواکو سره له پرون راهیسي شریک کړي دي، خو کاپي يي ځکه نه ده ورکړې، چي تر اوسه ولسمشر ټرمپ نه دي لیدلي او کېدای سي هغه ځیني بدلونونه پکښي وړاندیز کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون